د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ليبيا د صدر معمر قذافي د زوی سيف الاسلام قذافي رول


 سيف الاسلام قذافي
سيف الاسلام قذافي

سرچينه : فاينينشل تايمز ورځپاڼه
ليکوال : بوريس اينډرسن
ژباړه : بشير ګواښ



له برتانيا څخه خپريدونکې ورځپاڼه فاينینشل ټايمز په خپله يوه مقاله کې ليکلي چې تمه کيده په ليبيا کې د صدر معمر قذافي د استعفا لپاره شروع شوو خونړيوو مظاهرو په اړه به د هغه زوی سيف الاسلام قذافي چې د پلار يو ممکنه ځای ناستی بلل کيږی ، يو بيل دريځ غوره کړي خو سيف الاسلام څو ورځې وړاندې په تونده لهجه وويل چې مظاهره چيان به په ليبيا کې کوم بدلون رانه ولي.


په فايننشل ټايمز ورځپاڼه کې بروس اينډرسن ليکي کله چې دوه کاله وړاندې نوموړي د ليبيا د صدر معمر القذافي د زوی سيف الاسلام القذافي سره وکتل نو داسې ورته معلومه شوه چې هغه کوشش کوي ځان سنجيده وښي او داسې ظاهره کړي چې نوموړی د ليبيا د راتلونکې مشر په توګه ښه کانديد دی خو داسې ښکاريده لکه هغه چې د سنجيدګۍ په دې حالت خوشاله نه وي.


ليکوال وايي چې يوازې څو اونۍ وړاندې د سويټزرلينډ په ډيووس کې د نړۍ د بهرنيوو چارو لوړپوړو چارواکو غوښتل د سيف الاسلام قذافي سره کښېني او د غرمې ډوډۍ ورسره وخوري. د ليکوال په وينا سيف په دې غونډه کې واضحه کړه چې په ليبيا کې د بنسټيزو بدلونونو د راوستلو پلوي کوي خو څو ورځې وړاندې هغه په ليبيا کې د حکومت د مخالفو مظاهره چيانو چې د هغه د پلار د اوږدې حکمرانۍ د ختمولو غوښتونکي دي، په اړه وويل چې دا لاريونونه به هيڅ بدل نه کړي ځکه چې ليبيا مصر يا تيونس نه دی چيرته چې خلکو آمرانه حکومت کوونکي په استعفا کولو مجبوره کړل.

ليکوال وايي چې نوموړي د سيف الاسلام د سلاکارانو سره د هغه د مرکې غوښتنه وکړه خو دا يې پرې واضحه کړه چې په مرکه کې به د هغه د پلار معمر قذافي د اوږدې واکمنۍ په شمول پر نورو موضوعاتو هم سختې پوښتنې وکړي. د سيف سلاکارانو ژمنه وکړه خو بيا وروسته يې هيڅکله د ليکوال سره اړيکې ونه نيول .

بروس اينډرسن په خپله ليکنه کې زياتوي چې سيف الاسلام قذافي هيڅکله يو لوی شخصيت نه درلود چې د خپل پلار پر ځای دې د حکومت چارې وچلوي. په مقاله کې راغلي چې په ليبيا کې د مظاهرو د سختيدو پر مهال داسې ښکاريده چې کيدای شي سيف الاسلام کوم مهم رول ولوبوي خو د دې تمه نه وه چې د مظاهره چيانو په وړاندې له زور زياتې کار واخيستل شي او په سلګونه دې ووژل شي.

په مقاله کې راغلي چې په نورلس سوه اتياومو کلونو کې برتانيا او امريکا په دې ډير سوچ وکړ چې د معمر قذافي حکومت ختم کړي ځکه چې نوموړي د ترهګرۍ ملاتړ کاوه او امريکا د ليبيا سره سخت مخالفتونه درلودل خو په ۱۹۹۷ کلونو کې دا خفګانونه او غصه په کرار کرار کمه شوه او ځای يې د اقتصادي همکاريوو ممکنه تړاو ونيو.

د فاينینشل ټايمز په دې مقاله کې بروس اينډرسن زياتوي چې اقتصادي ملاتړ تړونونه به ځکه ښه وو چې په ليبيا کې به يې خلکو ته کار روزګار زيات او اقتصاد به يې ښه کړی وای خو داسې ونه شول. د ليکوال په وينا که څه هم اوس د ليبيا صدر معمر قذافي د مظاهره چيانو د ختمولو خبره کوي خو هغه ورځ ليري نه ده چې دا هيواد د يو نوي مشر په درلودلو سره يو ښه او پياوړی اقتصاد ولري.
XS
SM
MD
LG