د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په طرابلس کې امنیتي پوستې ډېرې کړل شوې


د ليبيا امنيتي ځواکونو په سر ښار طرابلس کې د مظاهرينو د مخنيوي لپاره چيک پوسټونه ډير کړي دي.

د رپورټونو ترمخه به نن په طرابلس کې يو ځل بيا د حکومت خلاف مظاهرې پيل کيږي. بل خوا داسې خبرونه راغلي چې په سرښار کې بهرني خبريالان نه شي کولی د پيښو په اړه د رپورټونو د ورکولو لپاره له خپلو هوټلونو نه شي وتلی او په انټرنيټ پراخه پابندي لګيدلي ده.

د يادونې وړ ده چې په ليبيا کې د صدر معمر قذافي د استعفا لپاره څو ورځې وړاندې مظاهرې پيل شوي چې د انساني حقونو د ادارو په وينا تر دې دمه پکې د حکومت سره د نښتو له امله په سلګونو مظاهره چيان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG