د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې غونډه


د تاترې ادبي ټولنې غونډه
د تاترې ادبي ټولنې غونډه
بازمحمد عابد مشال ریډیو پيښور

د پيښور پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو په مرکز کې د تاترې ادبي ټولنې د سیوری لاندې د ایم ای لومړي کال طالبعلمانو ته د هرکلي یوه غونډه جوړه شوې وه چې په ګڼ شمیر کې طالبعلمانو او د پښتو ژبې او ادبیاتود مرکز استادانو په کې ګدون کړی و.


د یادی ټولنې صدر سید ظفرالله مشال ریدیو ته د غونډې د جوړیدو په هکله څه دا رنګې وويل:(( نننې پروګرام چې موږ تر سره کړو دا د ایم ای لومړي کال طالبعلمانو ته د ښه راغلاست په خاطر و. دا زما په ژوند کې لومړنی پروګرام و چې موږ ترې دومره زیات خوند واخیست. موږ د خپلو استادانو او نویو راغلیو طالبعلمانو زړونه وګټل. په دې پروګرام کې موږ مزاحیه خاکې وړاندې کړې، مختلفې سیالۍ مو تر سره کړې چې د لومړي دویم او دریم پوزیشن ګټونکو ته مو د تاترې ادبی ټولنې له اړخه انعامونه هم ورکړل. ))

د ایم ای د وروستي کال یوه طالبعلمه هم خوښي څرګندوي چې نویو راغلو ملګرو ته یې شانداره پروګرام تر سره کړو:

(( زما نوم نوشین ده او د ایم ای د وروستي کال طالبعلمه یم، زموږ دا پارټی د ایم اې د لومړي کال طالبعلمانو لپاره د ښه راغلاست پارټۍ وه. هغوی ترې ډیر خوند واخیست.زموږ مشران وايي چې تر دې د مخه دومره شانداره پروګرام نه و تر سره شوی. موږ هم پرې ډیر خوشحاله شوو او کوشش به کوو چې خپل مشران او کشران خوشحاله وساتو.))


د لومړی کال یو َطالبعلم هم د خپلې خوښۍ اظهار څه دا رنګې وکړ:
(( نوم مې نثار افغان دی، زه د ایم ای د لومړي کال طالبعلم یم او دا نننۍ پروګرام موږ ته د وروستي کال طالبعلمانو جوړ کړی و چې هغوی ډیر زیات محنت کړی و او موږ ترې ډیر خوند واخیست. په دې پروګرام کې مشاعره شوه، مختلفې خاکې پیش کړي شوې، زموږ مشرانو هم په ګن شمیر کې په کې شرکت کړی و.))

په دغه غونډه کې په خاکو سربیره مزاحیه مشاعره هم وشوه.
(( کلی مې پریښی دی ځنګل نه تښتیدلی یم
ښځې زغلولی یم، ښځې زغلولی یم

لاسونه پښې مې مات دي له کمره غورځیدلی یم
ښځې زغلولی یم، ښځې زغلولی یم

بیا د مور کره لاړه،
ډیره په غوسه لاړه

ښه شوه چې پخه لاړه

بیګا مې ورته ویلې و چې زه له تا نه ښکلی یم
ښځې زغلولی یم، ښځې زغلولی یم

د یادونې وړ ده ډاکتر اقبال نسیم ختک چې په ۱۹۹۶ کې د پښتو اکاډمۍ چیرمن و نو طالبعلمانو د هغه په مشوره تاتره ادبي ټولنه جوړه کړې وه چې تر اوسه پورې یې فعالیت دوام لري او تر دې دمه یې په لسګونوپروګرامونه تر سره کړي دي
XS
SM
MD
LG