د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د کتابونو میله د زدکړې پرلورګام


په سوات کې وسلوالو طالبانو په زرګونه ماشومان له تعلیمه محرمه کړل
په سوات کې وسلوالو طالبانو په زرګونه ماشومان له تعلیمه محرمه کړل


نيازاحمدخان سوات مشال ريډيو

د سوات سیمه په تېرو څو کلونو کې ترهګرۍ او جنګ جګړو سخته ځپلې ده.هلته د ژوند هره برخه اغيزمنه شوېده.د سوات په لروبر کې وسله والوطالبانو په سلګونه تعليمي ادراې ورانې کړې چې په هغو کې د دغه ادارو او سکولونو ګڼ شمېر کتابتونونه (کتب خانې) هم تباه کړل شوې .

په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو وروسته چې پکې تر ډېره شاخوا علاقې له وسلوالو اورپکو طالبانو پاکې شوې .دا چې اوس په سيمه کې دبياودانۍ عمل روان دی نو نه یوازې دولتي ادارو بلکه غيرسرکاري ادرو هم په سيمه کښي دتعليمي پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

په دې لړ کې دسوات تعليمي پرمختګ اداره دايشياء فاونډيشن په مرسته په مينګوره کې د کتابونو یو نمایش لګولی وو چې زدکونکو ته څلور زره غيرنصابي کتابونه ويړيا ورکړل شي .

د سوات زد کونکو د کتابونو په نمایش خوشالي څرګنده کړه .دغه نندارتون ته راغلې د نهم جماعت یوې زدکونکې نازلي وویل ،چې د کتابونه دا میله ډير ه ګټه ور ه ده .په دې کې د دوی د مالوماتو لپاره نصابي او غیر نصابي دواړه کتابونه شته دي .


يوې بلې زدکونکې سپنا وويل ،دغه ډول نمایش د دوی لپاره داهميت وړدی او پکار ده چې په هغه سيمو کې هم د کتابونو داسې میله ولګول شي چې وسله والو طالبانو پکې په ګڼ شمېر سکولونه تباه کړي او لا هم وران ویجاړ پراته دي.دا وايي هلته د زدکوونکو ډېر زیات تعلیمي وخت ضایعه شوی دی او نورې تعلیمي اسانتياوې هم نلري.

دغه نمائش ته راغلي يوه استاد حافظ محمدعلي وویل چې به تېرو وختونو کې دسوات سيمې د ماشومانو رویې بدلې شوې دي او اوس داسې هلې ځلې د سیمې د اوسېدونکو لپاره ډېرې ضروري دي. نوموړي زياته کړه چې سوات کې د زد کونکو کتاب هير شوی دی دلته له څو کلونو راهیسې د ټوپکو ډزې اوچاودنې اوريدل شوې چې د زدکونکو پر رویه یې هم بد اغېز کړی او دغه ډول نمایش به يوځل بيا د زدکونکوپام د تعليم پلو ته واړوي او دا به په سیمه کې به ډېر ښه اثر وغورزوی.

سوات کې یو ځل بیا تعلیمي سرګرمیانې پیل شوې

دايشياء فاؤنډيشن له اړخه دسوات منتخب شویو سکولونو کې به مقامي ټولنه سوات ايجوکيشن ډيولپمنټ نيټ ورک څلورزره کتابونه مفت تقسيمه وي چے پکښي په انګريزي ژبه کښي قصے ،شاعري، ساینسي اوعام معلوماتي کتابونه شامل دي .


ددغه پروګرام د مقصد په اړه دمقامي تنظيم صدر فضل ربي مشال ريډيو ته وویل چې په سوات کې کتاب او قلم له ماشومانو شوکول شوی دی اوس له کتابونو سره د مینې زیاتولو لپاره دا میله لګېدلې چې ماشومانو ته وړیا کتابونه ورکړي او وې ویل چې دا میله د سوات په نورو اغېزمنو سیمو کې هم لګول کېږي.
XS
SM
MD
LG