د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو کمښت پوره کوو: سعودي عرب


سعودي عرب پر داسې مهال د تېلو پیداوار زیات کړی دی چې په لیبیا او نورو خلیجي هېوادونو کې د سیاسي ناکرارۍ له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د تېلو د صنعت د یوې سرچینې له خولې لیکي سعودي عرب اوس د ورځې شا و خوا نهه مېلیونه بېرله تېل پیدا کوي. په دې ډول سعودي عرب د تېلو په پیداوار کې د ورځې په حساب د شا و خوا اووه لکه بېرله زیاتوالی راوستی دی. رویټرز خبري اژانس د سرچینو له خولې لیکي له لیبیا د خامو تېلو پیداوار تقریباً ودرېدلی دی. د لیبیا زیاتره د تېل پیداکوونکي کوهیان او میدانونه د هېواد په ختیځ کې دي چې زیاتره برخې یې د حکومت ضد مظاهرچیانو تر واک لاندې دي. سعودي عرب ویلي د تېلو کمښت به پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG