د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېس بوک دولسي پاڅون پيلامه


 اواییل غنیم په فېس بوک مصری ولس راوپارولی
اواییل غنیم په فېس بوک مصری ولس راوپارولی
بوریوال کاکړ مشال رېډیو

فېس بوک وېب پاڼه دا وخت تر ۵۰۰ میلیون زیات فعاله کارونکي لري چې له کبله یې د نړۍ د ولسونو ترمنځ واټن له منځه وړی دی.

شاوخوا ۲۵۰میلیونه کسان هره ورځ دغه پاڼه خلاسوي او د نړۍ په یوه او بل ګوټ کې له خپلو ملګرو سره اړیکي نیسي او په یوه بل ځان خبروي.پر نړیوالو روانو سیاسي چارو تاوده بحثونه کوي او ددې تر څنګ پر کلتوري ،اقتصادي ،او د ژوند د نورو چارو په اړه له یوه بل سره خپل مالومات شریکوي.

فېس بک د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې ، په خاصه توګه په مصر ، تیونس او ایران کې د خبري رسنۍ په توګه د ولسونو په منځ کې ډېر ارزښت موندلی او په دې هیوادونو کې یې د سیاسي بدلونونو په راتګ کې د پام وړ رول لوبولی دی.

فېس بک په ځانګړې توګه په مصر کې د ولسي پاڅون او د هغه په پایله کې د پخواني ولسمشر حسني مبارک د ۳۰ کلنې ولسمشرۍ په پای ته رسولو کې مهم کردار ادا کړ.

په مصر کې د اوښتون سر لښکر ۳۰ کلن وائل غنیم ګڼل کیږي چې په فېس بک کې یې د مصر د پولیسو له خوا د وژل شوي کس خالد سعید په نامه یوه ډله جوړ کړ.

د خالد سعید وژنې له هغه وروسته په مصر کې د اپوزېشن لپاره د احتجاج لاره هواره کړه چې د وائل غنیم له خوا د هغه پر نامه جوړ کړل شوي ګروف ً ً موږ هر یو خالد سعید یو ً ً د مصر او په خاصه توګه د دې هیواد د پلازمينې قاهرې د انټرنیټ کاروونکو ځوانانو پام ځان ته ور جلب کړ.

وائل غنیم د فېس بک پر پاڼه د دې ډلې له لارې د مصر له ولس څخه د هغه وخت د ولسمشر حسني مبارک پر ضد د پاڅون غوښتنه وکړه او دا هڅه تر دې حده بریالۍ شوه چې په پایله کې یې د مصر ولس کوڅو ته را ووت او له ولسمشر حسني مبارک څخه یې د استعفی غوښتنه وکړه.

وائیل غنیم د جنورۍ پر اتویشتمه نېټه ورک شو او بیا وروسته په ډاګه شوه چې د ولسمشر حسن مبارک د رژیم د چارواکو له خوا بندي کړل شوی وو. نوموړی له ۱۲ ورځو وروسته د فبرورۍ پر اوومه نېټه خوشی کړل شو.
نوموړي د فبرورۍ په اوومه نېټه په یوه سیمه ییز ټلویزیون کې د هغو کسانو د تصویرونو په لیدلو په ژړا شو چې د احتجاج په لړ کې وژل شوي وو. وائل غنیم له هغه وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ً دی اتل یا هیرو نه دی بلکه اتلان خو هغه څوک دي چې په کوڅو کې یې د حسن مبارک د رژیم پر ضد په احتجاج کې برخه اخیستې وه او خپل ځانونه یې قربان کړي وو.

نوموړي د فرورۍ پر اتمه نېټه د قاهرې په تحریر څلورلاره کې په سلګونه زره کسانو ته د وینا پر وخت وویل چې په کار ده مصر ته تر هر څه لومړیتوب ورکړل شي.

د وائل غنیم په شان په پاکستان او افغانستان کې هم په لوی شمېر خلک له فېس بک سره اشنا دي او کاروي یې. خو مهمه خبره دا ده چې په افغانستان او پاکستان کې خلک په فېس بک کې پر کومو موضوعاتو بحثونه کوي؟

په کابل کې د مېشت شاعر لیکوال او د فېس بک د یو همېشنی کاروونکي مجید قرار په وینا په افغانستان کې د ځوانانو تر منځ په فېس بک کې پر یو شمېر موضوعاتو ډېرې خبري کیږي.

ً لومړی دا چې په حکومت کې دننه د فساد پر مسله خبري کیږي ، بل خلک د قامي محرومیو خبرې کوي او بله مهمه موضوع دا ده چې د دولت د مخالفینو او نامالومو وسله والو له خوا چې په ځانمرګو بریدونو کې عامو خلکو ته او ښوونځیو ته زیانونه رسیږي دې ته ګوته نیول کیږي ً .

مجید قرار زیاتوي چې ً په فېس بک کې لوی شمېر خلک داسې دي چې هغوي بې طرفه دي ، هغوی پر حکومت او مخالفینو نیوکې کوي ً .

شاعر او لیکوال مجید قرار




دا هم یوه مهمه پوښتنه ده چې ایا په دې بحثونو کې له دلیل څخه کار اخیستل کیږي که نه هسې یو پر بل د تور لګولو تر حده خبره پاته شي؟

مجید قرار وايي ً چې که څوک په کومه ورځپاڼه کې کومه لیکنه چاپ کړي نو د هغې لیکنې په اړه به ښايي یوه میاشت وروسته د خلکو له خوا نظر ترلاسه کړي خو په فېس بک کې چې یو څوک څه ولیکي نو یوه شېبه وروسته پر خلک خپل نظر وړاندې کوي. له دې کبله په دلیل خبره کیږي او په بحث کې شریک کسان د یو بل د پړ کولو لپاره په دلیل خبري کوي ً .



په لندن کې مېشت د ولسي چارو کارپوه او د فېس بک یو دایمي کارونکی فایق خان یوسفزي په پاکستان کې د مېشتو بېلابېلو قامونو د خلکو له خوا په فېس بک کې د څېړل کېدونکو موضوعاتو په اړه وايي ً زه چې څومره ګورم نو که د بلوڅو لوستي ځوانان دي ، که د پښتنو لوستي ځوانان دي او دغسې که د سرائکیانو لوستي ځوانان دي او که په سیندیانو کې لوستي خلک دي ، هغوي د فېس بک له لارې خپل سیاسي فکر پرمخ بیايي او زیاتره یې ولسي ستونزې ، ولسي وسائل ، ولسي ژبې او دغسې د ولسي کلتور ښکارونه کوي. ٬٬

د سیاسي چارو کارپوه فایق خان یوسفزی


د نړۍ په یو شمېر هیوادونو په خاسه توګه په مصر کې راغلي بدلون د فېس بک له لارې په پاکستان او افغانستان کې پر خلکو د اغېزې په اړه فایق خان یوسفزی وايي ً په مصر او نورو هیوادونو کې چې کوم بدلون رامنځ ته شو ، نو اوس د پښتنو ځوانانو تر منځ چې کوم بحثونه روان دي په هغه کې دا څرګندنه ده چې دوي یو بل ته پېغور کوي چې د عربو له پېړیو راهسې ویده نړۍ راپاڅېدلائ شي نو پښتانه ولي نه شي را وبښېدلائ؟

په پاکستان کې داسې خلک هم په لوی شمېر کې له فېس بک څخه ګټه اخلي کوم چې له مذهبي ډلو سره تړاو لري او هغوي هم د خپل فکر د خپرولو لپاره له هم دې لارې کار کوي.

د دې یوه بېلکه دا کېدائ شي چې کله د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر ساتونکي ، ممتاز قادري هغه وواژی نو په لوی شمېر خلکو ممتاز قادري په فېس بک کې د یوه اتل په توګه وړاندې کړ.
XS
SM
MD
LG