په پېښور کې بېګا شپه شاوخوا دوه بجې د ناټو د مال وړونکو کاروانونو پر یوه اډه د ناڅرګندو وسله والو له خوا برید شوی، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې ۱۶ ټانکرونه په کې سوځېدلي او څلور تنه وژل شوي.
ځايي پولیس وايي د ۲۰ نه تر ۲۵ پورې وسله والو د پېښور ښار رینګ روډ سیمې په یوه اډه کې پر ولاړو ټانکرونو برید کړی.چې د دوی په خبره ، د پېښې پر مهال په دغه اډه کې شل لارۍ ولاړې وې، چې پکې ۱۶ سوځېدلي.
د پېښور په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په بیا بیا د ناټو پر مال وړونکو کاروانونو بریدونه کېږي چې پکې تر اوسه په سلګونه لاریانو او ټانکرو ته زیانونه اوښتي.
په افغانستان کې مېشت نړیوالو ځواکونو ته د مالونو لویه برخه د پاکستان له لارې تېرېږي ،خو په دغه ملک کې پر کاروانونو د بیا بیا بریدونو له کبله ناټو د متبادلې لارې لټه هم کړې ده او په دې لړ کې یې د منځنۍ اسییا له یو شمېر هیوادونو او روسیې سره تړون هم کړی چې ورته مالونه بې له زیانه ددغه هیوادنو له لارې ورسېږي.
بلخوا