د لاسرسي ځای

تازه خبر

که وژل کېږم خو واک نه پرېږدم.ولسمشر قذافي


د ليبيا اولسمشر معمر قذافي په خپل پوځ غږ کړی چی د هغه پرضد راپورته شوی خلک له مينځه يوسي.
د ليبيا په سرکاري ټيلي ويژن په خپله وينا کي ولسمشر معمر قذافی وویل چی وسله وال مظاهره چيان به په دار ځړول کيږی.
نوموړی زياته کړه هغه به د وييی تر آخري څاڅکي پوري جنګيږي او د يو شهيد په توګه به مري.
نوموړی زياته کړه چی هغه به له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورنه کړي او د انقلاب د يو مشر په توګه به پاتې وي.
د رپورټونو له مخې د معمر قذافی وفادار پوځ د سرښار ترابلس په ګډون په بن غازي او نورو یو شمیر ښارونو کي په سلګونه کسان په ډزو وژلي دي.
په ملګرو ملتونو کي د بشري حقونو سر مشر نيوي پيلي غوښتنه کړې چی په ليبيا کي د حکومت لخواه په مظاهره چيانو د شوي تشدد دې پلټنې وکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG