د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټوله نړۍ کې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


نن د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځ په ترڅ کې د هغې ورځې یاد هم لمانځل کېږي چې په ۱۹۵۲ م کال کې د ډهاکې په ښار کې زده کوونکو د خپلې مورنۍ ژبې ً بنګلا ً د رسمي کولو لپاره احتجاج کاوو او د پولیسو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

په دې لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، عوامي نشنل ګوند او یو شمېر نورو بلوڅ ملتپالو ګوندونو له خوا د پښتنونخوا ، بلوچستان او پاکستان په نورو یو شمېر ښارونوکې لاریونونه ، غونډې او سیمینارونه جوړ شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG