د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر په خوست کې ځانمرګی برید غندلی دی


افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ په خوست کې شوی برید په کلکه غندلی دی.

له سیمې د مشال راډیو د خبریال په خبره موټر بمي برید خوست ښار ته له راتلونکي پروژې پل سره د تالاشۍ پر یوې څوکۍ وشو.
د افغان ولسمشر له دوتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي هر کله چې ترهګر په افغانستان کې پر ترهګرو بریدونو لاس پورې کوي، نو د ملکي وګړو له وژنې پرته بل څه لاس ته نه ورځي. د خوست د برید په اړه د دې ولایت د امنیې قوماندان وايي په پېښه کې یو پولیس، دوه ښځې او شپږ نور عام وګړي وژل شوي دي. هلته بیا د خوست د عامې روغتیا رییس وايي په پېښه کې ۳۱ کسان ژوبل شوي دي چې په کې د څلورو حالت خراب دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG