د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۱۰م کال په اسلامي هیوادونو کې ناکراره وو .آی ایچ ایس جینز


د عراق په کربلا کې د امام حسین په روضه کې شییعه مسلمانان د قرآن مجید تلاوت کوي
د عراق په کربلا کې د امام حسین په روضه کې شییعه مسلمانان د قرآن مجید تلاوت کوي


ژباړه: فرخنده وزیر مشال رېډیو


د څیړنو یوه نړیواله اداره لیکي ، په تیر کال کی په اسلامی هیوادونو کی د امنیت وضع خرابه شوی ده.
په افغانستان ، یمن، صومالیه او ایران کې بی ثباتي او بدامنی او ناکراري زیاته شوېده.
د څیړنو یوه نړیواله اداره آيی ایچ ایس جینز په خپل یو رپوټ کی لیکې ، په افغانستان او عراق کې چرته چی امریکایی پوځیان موجود دې تر څنګ په یو شمیر اسلامې هیوادونو کې په تیر کال کې هم امنیتی وضع خرابه وه.

او دا شان د یو شمیر مسلو لکه بی روزګارۍ او غربت له وجې د ځینو اسلامې هیوادونو خلک د حکومتنو خلاف راپاسیدل
.
افغانستان/ پاکستان
په تیر کال کې په افغانستان کی د بهرنو ځواکونو خلاف د وسلوالو حملې د دې باوجود هم روانې وې، چې امریکې او نیټو په ۲۰۱۴ کال د افغانستان نه د وتلو نیټه اعلان کړه

. او په دغه هیواد کی د تیر کال په انتخاباتو اوس هم نیوکې روانې دې .

اخوا په دې دوران کې تیر کال په پاکستان کی امنیتې وضع یو څه قدر ښه شوېده ، دا شان پوځي عملیات هم په قباییلې علاقو او په نورو برخو کی اوس دوام لري که څه هم دغه دومره کامیابه نه خیژي. او اکثره پرې نیوکې هم کیږي.

عراق:
که د عراق تیر کال ته وکتلی شی ، نو په امنیتي وضع کی هیڅ بدلون نه دی راغلې.

دغلته د تیر کال اګستد میاشتې نه امریکایی پوځ اوس په عملیاتو کې برخه نه اخلې.
او د څه نا څه ۵۰ زرو امریکایی پوځیانو د موجودیت باوجود هم د ولس او عراقي امنیتي ځواکونو خلاف وسلوال بریدونه زیات شوي دي. چی دغه به په روان کال کې د عراقي ځواکونو لپاره یو چیلنج وې، چی دا وخت یې د خپل هیواد د امنیت ذمه وارې په خپله غاړه اخستلې.

یمن:

تیر کال یمن پر دې هم په خبرونو کې وو چی دغلته داسې اورپکې ډلې شته چی نه یوازی د یمن بلکې د نړۍ لپاره د خطر وړ ګرځیدې شې.

او دغه هیواد د ۲۰۰۹ کال د ۲۵ دسمبر او د تیر کال د لومړی نومبر د الوتکو یوه امریکایي کمپنۍ کې او د کارګو په الوتکه کې د ناکامه بمې منصوبه جوړولو سره وتړلې شو.

او په یمن د نړۍ فشار له دې وروستو نور هم زیات شو چی په خپل هیواد کې دې د اورپکو ډلو خلاف عمالیات وکړي.

ایران:

د ایران د با ثباته هیوادونو په لیسټ له ۶۰م نه ۵۵م ته راغورزېدلی دی،چې په دې سره دغه هیواد اوس په نړۍ کی ۱۸۷م ته راغلی دی.

داشان په تیر کال کی په ایران د ملګرو ملتونو لخوا نوي نور بندیزونه ولګیدل. د تیر کال یوه بله مهمه خبره د صدرمحمود احمدې نژاد او دمذهبي مشر آیت الله خامینایی تر مینځ د اړیکو خرابوالی هم دی.

صومالیه:

په ۲۰۱۰ کال کې صومالیه د نړۍ یوبی ثباته هیواد وګرزولې شو، دغلته د حکومت او اورپکو ډلو تر مینځ نښتو دغه هیواد د بې ثباته ملکونو په لسټ کې له ۲۶م نه ۱۶م ته بیولی دی.

او مرکز موغه دیشو ته د جګړو غزېدل او دسمندري غلو موجودګي دغه هیواد د بی ثباتۍ سره مخامخ کړو. چی صدر شیخ شریف شیخ احمد يې له سختو حالاتو سره مخامخ کړی دی.


فلسطین:

د صومالیه نه وروسته فلسطین د نړۍ بی ثباته ملک دی . او په تیر کال کې که څه هم د فلسطیني او اسراییلي مشرانو تر مینځ د سولی خبری روانی وې خو د غو خبرواترو د فلسطین پر لویدیځه غاړه او غزه پټۍ څه مثبت اثرات نه دي غورزولي
. او په تیر کال کې هم د دواړو غاړو لخوا په یو بل حملې او الزامونه روان وو.

تیونیس :
او اخر کار په تیونس کې خلک د صدر ذین العابدین بن علې خلاف راپاڅېدل او هغه یې په تیښته مجبوره کړو. او کیدای شي په راروان وخت کی د دغه هیواد حالات د مخکې نه ښه شی، ځکه چی تیونیس اوس د ووټونو او د نوو مشرانو د انتخاب په لور روان دی.

او کیدای شی دغه ډول حالات په لبنان کې هم مخې ته راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG