د لاسرسي ځای

تازه خبر

مه جبین قزلباش


مه جبین قزلباش وايي چې د پیداکیدو نیټه یې څرګنده نه نه او نه یې هم کله په ژوند کې چېرته خپله کلیزه نمانځلې ده.
داد پېښور د کوچه رسالدار د قزلباشو د کورنۍ سردار قزالباش امدادعلي خان او د بیګم حشمت ارا په کورنۍ کې زېږېدلې او نوم یې ورته ( ثریا ) کېښودل شو.
دمه جبین موراوپلار د ایران نه پېښور ته تللی او هلته میشت شوي وو.
مه جبین قزلباش د پېښور په فارورډ هايي سکول کې تر نهم جوماته پورې زدکړې کړي ، خو بیا دسرې ډولۍ خاونده شوه، سبک ترې پاتې شو اوپه پنځه لس کلنۍ کې د اورکزو د یو مالدارې کورنۍ دیو زلمي حکیم الله خان اورکزي سره یې ژوند شریک کړلو . حکیم الله خان ته به یې ملګرو ایمل خان نوم هم اخیستلو.
مه جبین وايي هغه لا ماشومه وه چې د سندرو سره یې شوق و.بې له سندرو ویلو یې بل کوم شوق نه لرلو.
دنوموړې اولنۍ سندره چې پېښور ریډیو ته یې په ژوندۍ بڼه ویلې وه ،داوه چې سپینې سپوږمۍ وایه اشنا به چرته وینه ، ګونګۍ شوې ولې نه وایې حالونه ......
له هغې ورځې تراوسه یې له ۱۲۰۰۰ نه زیاتې سندرې ویلي او اخري سندره یې د مجیدالله خلیل دا کلام دی چې ( د مینې اور کې ستا د پت کیسه ....... )
مه جبین قزلباش په اوو ژبو سندرې ویلی شي چې له پښتو نه علاوه ورکې فارسي ، اردو ، هندکو ، سرایکي، سندهي او بلوچي هم شامل دي.
مه جبین قزالباش درې اولادونه لري چې دوه یې زامن او یوه یې نازولې لورده چې په رنګ کې کټ مټ مور ته تلې او په لیدو یې د ماجبین د ځوانۍ تصویر سړي ته مخې ته ودریږي.
ماجبین قزالباش د پښتوژبې له هغو سندرغاړو څخه ده چې خدای پاک ورته ښایسته غاړه او ښکلی ظاهري صورت ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG