د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رحمان بابا کلنۍ مشاعره




بازمحمد عابد پيښور


د صوفی شاعر عبدالرحمان بابا سیمینار او کلنۍ مشاعره د اپریل په ۲۳ نیټه تر سره شوه. دا مشاعره د رحمان ادبي جرګې او د ادبیاتو اکاډمۍ پيښور څانګۍ جوړه کړې وه. د دې مشاعرې مشري د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړي عالمګیر خان وکړه.

سږکال د رحمان بابا سممینار اومشاعره د ایران خانه فرهنګ په حویلۍ کې جوړه شوې وه. د رحمان ادبي جرګې صدر ملک وزیرخان په دې باب وویل چې د امنیتي حالاتو له کبله یې داغونډه دلته جوړه کړې وه،” یو خو خانه فرهنګ له موږ سره د غونډو په تر سره کیدو کې ډیره مرسته کوي او بل دا چې دلته حکومتي چارواکي او لوی لوی شاعران راځی او ځکه مو دلته دا غونډه جوړه کړه چې دلته امنیتي تدابیر نیول شوي دي، نو د رحمان بابا په مزار کې دا مشاعره ځکه ونه ونیوه شوه چې کومه امنیتي ستونزه رامنځته نه شي٬٬

دې غوندې ته د خیبر پښتونخوا له بیلابیلو سیمو نه شاعران او لیکوال رابلل شوي وو. د غونډې لومړۍ ناسته کې د رحمان بابا په فن او شخصیت ځینو لیکوالو مقالې واورولې چې یو هم له هغو څخه پروفیسر داورخان داود و. هغه د خپلې مقالې په یوه برخه کې وویل،” موږ چې د رحمان بابا د کلام په اعجاز پوه شو نو موږته دا په ښه شان مالومه شوه چې د هغه د کلام په بیا بیا لوستو سړی فرزانه شي. د دې نه علاوه د رحمان بابا د کلام د ټولو نه لوی اعجاز، اعزار او راز دا دی، چې څومره دا څوک ولولي، نو هومره یې ورسره مینه پیدا کیږي. پوهه او اخلاق یې سیوا کیږي. او خدای سره یې مینه پیدا کیږي.رحما بابا د خپل معجز بیانۍ په زور د خلکو د زړونو سترګې بینا کړي دي.٬٬

په دویمه ناسته کې بیلابیلو شاعرانو د رحمان بابا د شعر په ځمکه طرحي کلامونه واورول او غیر طرحي کلامونه واورول چې د غونډې د ګډونوالو د پام وړ وګرځیدل:
داسې ګل مې په نصیب دی سامعیانو
چې هر ګل ورپسې کړې اقتدا
که مې خدای نه کا له دې دره جدا
په دیدن زه له ازله یم شم شدا
ګلزاده کوثر هم رحمان بابا ته هم د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې:
د هر خوا نه علمونه راروان دي
دوې مین خو په بابا عبدالرحمان دی
شاعران دي که خانان که ملنګان دي
دا خو واړه د دې شمعې پتنګان دی
رحمتونه پرې همیش د کردګار وي
تل خو ګرم د بابا ښکلی مزار وي

د دې غونډې صدر او د خیبر پښتونخوا د صوبايی اسمبلۍ غړی عالمګیرخان په خپلو څرګندونو کې وویل،” نن که پښتو ژوندۍ ده، نن که د پښتنو کلتور ژوندی دی، دا د پښتو شاعرانو او ادیبانو له برکته ژوندۍ ده. نن که د دې صوبې نوم خیبر پښتونخوا دی په دې کې اویا سلنه د شاعرانو او ادیبانو هلې ځلې وې. تر کومه چې د رحمان بابا خبره ده نو زه په دې افتخار کوم چې زه هم د خلیل مومندو سره تعلق لرم. او بیا دا فخر ګڼم چې د رحمان بابا کلي زما په حلقه کې شامل دی.٬٬

د رحمان بابا کلنۍ مشاعره د ۱۹۵۱ میلادي کال د ولسي ادبي جرګې څخه راپیل شوې چې بیا یې د بزم رحمان نوم غوره کړ او په ۱۹۶۱ کال چې رحمان ادبي جرګه جوړه شوه له هاغه وخته تر دې دمه دا روایتي مشاعرې تر دې دمه هر کال جوړیږي چې په سلګونه شاعران او د رحمان بابا مینه په کې ګدون کوي.
XS
SM
MD
LG