د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني په شمال کې د پراخو عملیاتو پیلولو لپاره مزار شریف ته تللی


افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۱مه مزار شریف ته ورسېد.
افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۱مه مزار شریف ته ورسېد.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیتي ځواکونو د مورال لوړولو او د هېواد په شمال کې د پراخو پوځي عملیاتو پیلولو په اړه له سیاسي مشرانو سره د خبرو لپاره بلخ ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یې د نهو مرکزونه نیولي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند، محمود لطیف مشال راډیو ته ووېل چې غني د اګست پر ۱۱مه ولایت ته په خپل سفر کې د ولسي پاڅونوالو پر تجهیز او انسجام تاکید کړی.

د نوموړي په خبره، ولسمشر په مزار شریف کې له سیاسي شخصیاتو او د بېلا بېلو ګوندونو له مشرانو سره هم ولیدل.

محمود زیاته کړه چې ولسمشر د هېواد په شمال کې له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، جمعه خان همدرد او محمد محقق سره ځانګړی ملاقات وکړ او په ناسته کې یې د ولسي پاڅون والو د تجهیز او انسجام پر څرنګوالي او د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند همداراز وویل چې ولسمشر غني د ورځې په دوام کې د بلخ ولایتي شورا له غړو، د شمالي ولایتونو له قومي مخورو او د شمال زون له امنیتي چارواکو سره هم ګوري.

هغه ووېل چې د دې کتنو او ناستو موخه د طالبانو پر وړاندې د سیاسي ګوندونو د دریځ منسجمول او په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د پراخو عملیاتو پيلول دي.

غني په داسې حال کې مزار شریف ته ورسېد چې رپورټونه وايي، طالبانو د بدخشان مرکز فیض اباد کنټرول ترلاسه کړی.

دې وسله والې ډلې د اګست پر ۱۰مه د بغلان مرکز پلخمري او د فراه سرښار ونیول او د سمنګان ولایت پر مرکز اېبک یې خپل کنټرول ټینګ کړ.

طالبانو د اګست له شپږمې راهیسې کندوز، سرپل، تالقان، زرنج او شبرغان نیولي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG