د لاسرسي ځای

تازه خبر

الف اعلان اداره: په خېبر پښتونخوا کې ګڼ سکولونه بنیادي سهولتونه نه لري


پښتونخوا کې د یو ښونخي نجونه
پښتونخوا کې د یو ښونخي نجونه

په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکې د یوې غیر سرکاري ادارې ( الف اعلان ) په یو تازه رپوټ کې، په پاکستان کې د قامي او صوبایي اسملبیو د غړو د تعلیمي پرمختګ لپاره د هلو ځلو جاج اخیستل شوی دی.

که څه هم د تعلیمي پرمختګ لپاره بجټ د پارلمان غړو ته نېغ په نېغه نه ورکول کیږي، خو په دغه رپوټ کې ویل شوي دي، چې د ۲۰۱۳م کال د انتخاباتو وروسته د یوې انتخابي حلقې د قامي او صوبایي اسمبلیو غړو د تعلیمي پرمختګ لپاره څه کړي دي.

د الف اعلان د پېښور څانګې یو چارواکی عمر اورکزی وایي په خیبر پښتونخوا کې داسې ګڼ سکولونه دي چې بنیادي سهولتونه نه لري:

« حکومت باید له هر یوه سکوله ځان خبر کړي ، او په دغو کې ماشومانو ته پوره سهولتونه ورکړي. حکومت خو تعمیر سکول پرګرام پیل کړی خو موږ چېرته سکول ونه لیدو چې جوړیږي. »

الف اعلان په خپل دغه رپوټ کې وایي په ګڼو سیمو کې سکولونه شته، نو استاذان نشته.دغه اداره وايي په اکثرو سکولونو کې بنیادی سهولتونه لکه د څښلو پاکې اوبه ، د ماشومانو لپاره په کلاس کې د ناستې ځای، د سکول ودانۍ، لیټرینونه او د نورو سهولتونه نشته چې له وجې یې اکثره د پنځم یا څلورم جماعت وروسته ماشومان سکولونو ته تګ پریږدي. د عوامي نیشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی جعفر شاه بیا وایي موجوده حکومت د راتګ سره دا ویلي وو، چې دوی به تعلیمي ایمرجنسي نافذوي خو ولې بیا داسې څه ونه شو:

« موږه د موجوده حکومته مطمین نه یو، نن هم په سکولونو کې استادان نشته، په صوبه کې د ۱۴ زرو استادانو سخت کمی دی، موږ په دې اړه په اسمبلۍ کې څو څو وارې ویلي هم دي، خو دا ستونزه لا هواره شوې نه ده.»

الف اعلان په دغه رپوټ کې دا هم وایي چې په خیبر پښتونخوا کې د جینکو د سکولونو شمېره ډیره کمه ده، او دغه وجه ده چې په صوبه کې د جینکو تعلیمي شرح هم د ملک د نورو برخو په نسبت ټیټه ده. بلخوا د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان وایي دوی په صوبه کې د تعلیمي پرمختګ لپاره په یو شمیر منصوبو کار کوي:

« د دې نظر پوښتنې مطابق په صوبه کې تعلیمي پرمختګ شوی دی ، موږ د جینکو یو زر کمیونټي سکولونه جوړ کړي دي، او په هغې کې هم د ۳۵ زرو نه تر ۴۰ زرو پورې نجونې داخلې شوي دي، نو د تېر وخت په مقابله کې زیات ماشومان سکولونو کې داخل شوي دي. »

الف اعلان د پارلمان د صوبایي اسمبلیو د غړو په اړه دا هم وایي چې دوی کولی شي ، په خپلو سیمو کې تعلیمي شرح مالومه کړي، د هلکانو او جینکو د سکولونو شمېره، په دغو کې د استادانو موجودیت او بنیادی سهولتونو په اړه له حکومت سره خپل مالومات او غوښتنې شریک کړي. د جمیعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې مولانا محمد ګوهر شاه په دې اړه وایي:

« موږ په مختلفو غونډو کې دا وایو چې ماشومانو ته دې کتاب په لاس کې ورکړل شي، او باید د سکول په وخت کې یو ماشوم په سکول کې وي، چې هغه تعلیم حاصل کړي، خو تعلیمي بجټ زمونږ په لاس کې ندی. موږ سکول نشو جوړولی، ځکه دغه اختیارات زمونږه ندي.»

بلخوا د الف اعلان د پېښور څانګې کارکونکی عمر اورکزی وایي، باید میندې او پلرونه هم د قامي او صوبایي اسمبلیو له غړو سره د خپلو سیمو په تعلیمي ستونزو خبرې وکړي:

«موږ چې کله د سیاستوالو سره خبرې کوو، نو هغوي وایي، موږ له خو کله هم یو پلار ندی راغلی چې د بچې په سکول کې یې د څښلو اوبه نشته، یا کمرې نه لري، او نه یو استاد راغلی، چې زما په سکول کې ماشومان سهولتونه نه لري. نو باید مور پلار هم په دې لړ کې خپل رول ولوبوي. »

الف اعلان وایي، باید د قامي او صوبایي اسمبلیو غړي وخت په وخت د خپلو حلقو د سکولونو ، دغلته د استادانو د موجودګۍ، د استادانو د رویو او دا شان نورو بنیادي مسلو او خبرو پوښتنې وکړي، او د سیمې له ولس سره هم پر تعلیمي پرمختګ په خپلو جلسو او غونډو کې خبرې او بحثونهوکړي.

XS
SM
MD
LG