د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر کوهستان مشران سیمې ته د پوځ ورتګ اندېښمن کړي


په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ یوه قافله - انځور له ارشیفه
په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځ یوه قافله - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان ضلعې مشرانو سیمې ته د پوځ پر ورتګ د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

د بر کوهستان د داسو سیمې ملک مير هزار خان وايي، په سیمه کې د پوځ ځای پر ځای کولو په اړه ورسره هېڅ سلا مشوره نه ده شوې.

نوموړي د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل، "پوځ چې چېري ځي نو د هغو سیمو له خلکو سره ښه نه کېږي. دا تجربه موږ ته د قبايلو، سوات او نورو سیمو له حالاتو شوې ده. په هغو سیمو کې زموږ رشته دارۍ دي، موږ ته معلومه ده. خو له موږ سره بله لار نشته، موږ د مجبورۍ له وجې رضا شوي یو."

هزار خان وویل چې دوی د پوځ پر ډاډ باور نه لري او ورته ته یې ویلي چې "د ځايي ولس د چادر او چارديوارۍ ،د رسم ورواج به خیال" ساتي.

ځايي ولس او مشرانو مشال راډيو ته ويلي دي چې دوی اندېښنه لري چې په سیمه کې به د پوځي سرتېرو له موجودګۍ سره پوستې ډېرې شي او د دوی تګ راتګ به ستونزمن شي.

د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۴مه د چینايي کارکوونکو په بس کې د چاودنې په پېښه کې د نهو چینایانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.
د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۴مه د چینايي کارکوونکو په بس کې د چاودنې په پېښه کې د نهو چینایانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي ول.

خو د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د دې سیمې استازي‌ ملک افرين خان وايي، پوځي او ضلعي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې پر امنیتي پوستو به د خلکو شناخت پوځي سرتېري نه بلکې پولیس کوي.

د ده په خبره، سیمې ته د پوځ ورتګ له ترقیاتي کارونو سره مشروط دی.

ده وویل، "له موږ سره پوځ د اته نکاتي ترقیاتي پروګرام ژمنه کړې ده ، د دې پرګرام له مخې په بر کوهستان کې د يو ډګري کالج جوړول ، ځايي خلکو ته روزګار ورکول، د ړنګو شوو سکولونو رغول، نهري نظام جوړول، د څښلو اوبو سکيمونه، سولر نظام جوړول، او په سیمه کې د سیلګرۍ ځایونو ته سړکونه جوړول شامل دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جولای پر ۱۴مه پر داسو ډیم د کارکوونکو په بس کې د چاودنې په نتيجه کې د نهو چينايي انجنيرانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.

پاکستانيو چارواکو لومړی دا یوه تکنيکي حادثه وبلله خو بیا يې وويل چې په پېښه کې د ترهګرۍ امکان نه شي ردولای.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت په یو بیان کې له پاکستانيو چارواکو د دې پېښې د پلټنو تر څنګ ذمه وارو ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د بر کوهستان د ځايي خلکو په خبره سیمې ته دا مهال شاوخوا ۸۰۰ پوځي سرتېري رسېدلي دي.

بره کوهستان ته د پوځ د ورتګ رسمي اعلان لپاره ضلعې انتظاميي د اګست پر درېیمه په داسو سرکټ هاوس کې د ۶۰ مشرانو یوه جرګه جوړه کړې وه.

دې جرګې ته په سیمه کې د پوځ مشر برېګېډيیر حبیب الله خان، د ضلعې انتظامي مشر عارف یوسفزي او د سیمې د پوليسو مشر عارف جاوېد تر څنګ یو شمیر مشرانو وينا ګانې وکړې.

خو د جرګې یوه ګډونوال قاضي عبدالرحمان د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې چارواکو دا واضحه نه کړه چې په بر کوهستان کې به د پوځي سرتېرو شتون په لنډ مهاله توګه وي او که څنګه.

ده وویل، "پوځ یوازې دا ويلي چې موږ سیمې ته د محدود وخت لپاره راغلي يو چې مقصد مو یوازې د داسو ډیم د منصوبې تحفظ کول دي هغوی دا وويل چې د پوځ مقصد په دې منصوبه کې د دوست ملک چين د وګړو حفاظت يقيني کول دي."

د سیمې مشران وايي چې د بر کوهستان ولس پرامنه خلک دي او داسو پېښه د دوی لپاره د حيرانتیا خبره وه.

د دوی په خبره چارواکو د داسو ډیم منصوبه کې په زرګونو غیر مقامي خلک ګومارلي چې له وجې يې امنيتي ستونزې پیدا شوې دي.

خو د داسو ډیم منصوبې جنرل منېجر انوار الحق دا تور ردوي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "دا مهال موږ سره پر دې منصوبه شاوخوا ۳،۳۰۰ کارکوونکي کار کوي، په دغو کې تر ۲،۰۰۰ زیات ځايي دي. خو بر کوهستان یوه وروسته پاتې سیمه ده او دلته پيشه ور کسان لکه انجینران او نور مطلوبه خلک نشته."

ده وویل، په بره کوهستان کې زیات شمېر د مزدورانو دی او دوی هغوی ته لومړیتوب ورکوي.

د داسو ډېم تر پېښې وروسته چينايي کمپنۍ غزوبه په داسو ډیم منصوبه کې کارکونکي ځايي خلک له دندو ګوښه کړي ول خو یوه ورځ وروسته يې دغه حکم نامه بېرته اخیستې وه. البته ځايي مزدوران لا هم کار ته نه دي ستانه شوي.

د کمپنۍ یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، "هلته ښايي کار د اګست له ۱۴مې بیا پیل شي."

د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د داسو پېښې په تړاو یې له بلوچستانه دوه کسان نیولي چې اصلاً د پنجاب د لاهور اوسېدونکي دي.

سیمې ته د پوځیانو ورتګ پر موضوع مو د بر کوهستان له انتظامي مشر عارف یوسفزي، د پولیسو له مشر عارف جاوېد او د پوځ له ځايي مشر برېګېډییر حبیب الله خان سره په بیا بیا رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

XS
SM
MD
LG