د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام سیاستوال وژل شوی


پولیس وايي، موټرسایکل سپاره وسله وال تر برید وروسته وتښتېدل.
پولیس وايي، موټرسایکل سپاره وسله وال تر برید وروسته وتښتېدل.

په باجوړ کې وسله والو د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وژلی دی.

د واړه ماموندو تاڼه دار نیاز محمد د اپرېل ۲۷مې پر سهار مشال راډیو ته وویل، پر موټرسایکل سپرو وسله والو د اپرېل پر ۲۶مه ماښام مهال مفتي بشیر محمد وویشت او د پېښې لعه ځایه وتښتېدل.

ده زیاته کړه چې د نامعلومه کسانو پرضد یې رپورټ کښلی دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مفتي بشیر محمد جنازې لمونځ د اپرېل پر ۲۷مه سهار پر ۱۰ بجو وشو او په ماموندو کې خاورو ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې وژل شوی دی.

د باجوړ په خار کې د ګوند مشر مولانا ضیاالله جان د اپرېل پر ۲۶مه تر برید وروسته مشال راډیو ته وویل، ملګري یې له یوشمېر کلونو راهیسې د بریدونو ښکار کېږي. "له ۲۰۰۸ز کال راهیسې چې حالات خراب شوي، په تسلسل زموږ مشران [په نښه کېږي]. په دې کې د ماموندو ګل شېر مولوي، سعید الله مولوي، فضل ربي قاري، مولانا محمد فاضل چې د قامي اسمبلۍ [څوکۍ] ته [نوماند] وو، مفتي سلطان محمد، مولانا عبدالسلام او په تېرو ورځو کې زموږ یو بل ملګری شفیع الله او اوس پکې مفتي بشیر محمد هم ووژل شو."

ده زیاته کړه چې حکومت باید د هدفي وژنو مخه ونیسي. د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي دي چې په باجوړ کې یې د هدفي وژنو مخنیوي لپاره هڅو ته دوام ورکړی دی.

د ماموندو تاڼه دار نیاز محمد هم مشال راډیو ته زیاته کړه چې د اپرېل ۲۶مې د وژنې پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې پکې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG