د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره بیا بندیزونه اعلان کړل


دا پریکړه د جولای په ۲۳مه د سيند د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ په  صوبه کې د کورونا وایروس مخنیوي لپاره کار کوونکي ټاسک فورس په یوه غونډه کې شوې ده. (انځور: ارشیف)
دا پریکړه د جولای په ۲۳مه د سيند د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ په  صوبه کې د کورونا وایروس مخنیوي لپاره کار کوونکي ټاسک فورس په یوه غونډه کې شوې ده. (انځور: ارشیف)

د پاکستان په سيند صوبه او په ځانګړې توګه صوبايي مرکز کراچۍ کې د کورونا وايرس د مثبتو پيښو زیاتوالي له امله د سیند حکومت پرېکړه کړې چې د جولای له ۲۶مه بندیزونه بیا ولګوي.

دا پریکړه د جولای په ۲۳مه د سيند د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ په صوبه کې د کورونا وایروس مخنیوي لپاره کار کوونکي ټاسک فورس په یوه غونډه کې شوې ده.

په غونډه کې ويل شوي چې په سيند کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شرحه ۹ فيصده او په ځانګري توګه په کراچۍ کې شاوخوا ۲۲ فيصده ته رسېدلې ده.

د سيند حکومت ویاند مرتضا وهاب د جولای په ۲۳ مه د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د بندیزونه بیا لګولو په اړه یوه خبري کنفرانس ته وويل چې په ټول سيند کې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره حکومت نوي او سخت ګامونه پلي کوي.

ده وویل، "نن موږ دا پريکړه کړې چې د جولای له ۲۶مې به ټوله صوبه کې تعلیمي ادارې وتړل شي۔ په رسټورانټونو کې به دننه او بهر د خوراک اجازه نه وي ، بازارونه کاروباري مارکيټونو به په اونې کې دوه ورځي د جمعې او یکشنبې په ورځ مکمل بند وي ۔او په نورو ورځو کې به سهار له ۶ بجو د ماښام تر ۶ بجو د پرانستل کېدو اجازه ولري."

نوموړي وویل چې په سرکاري او شخصي دفترونو کې به يوازي ۵۰ فيصده ملازمینو ته د راتلو اجازه وي.

د سیند حکومت تر دې پريکړه وروسته د سیند د کورنیو چارو وزارت له خوا د بنديزونو په اړه په خپاره شوي نوټيفيکشن کې ویل شوي چې له نویو لار ښوونو سره سم به شاپنگ مالونه او مارکیټونه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو د خلاصیدو اجازه ولري، ټولې تعلیمي ادارې به وتړل شي ۔خو د نهم، لسم، ۱۱م او ۱۲م ټولګي امتحانونه به کيږي."

د نویو حکومتي لارښوونو له مخې به د ودونو او نورو پروګرامونو لپاره په ښادي هالونو ۔ او همدارنګه په کورونو کې دننه او بهر به بشپړ ډول خلکو راغونډل اوپه خوراکو به بندیز وي.

د سيند د روغتيا وزارت د اندیښنې وړ ګني چې تر لوی اختر وروسته به دا حالت لا نور خراب شي هغه ځکه چې د دوی په وینا، خلکو په اختر کې د کورونا وايرس د مخنيوي پر هداياتو عمل نه دی کړی.

د پاکستان ميډيکل اتحاديې يو مشر ډاکټر قيصر سجاد وايي په کراچۍ کې د کورونا وايرس ډيلټا ويرنټ ډېر په تيزي خپريږي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، " زه اندیښنه لرم چې زموږ دا روغتونونه به د ناروغانو کنټرول ونه کړي ،د حکومت لخوا اخیستل شوي ګامونه کافي ندي۔په کراچۍ او نورو ښارونو کې سخت ټولبند په کار دی او حکومت دې واکسین لګول ګړندي کړي چې کوم حالات را روان دي وایرس اوس په ټول پاکستان کې خپریدلای شي."

د سيند صوبې وزیراعلا سید مراد علي شاه له وفاقي حکومته دا غوښتنه کړې ده چې هغه څوک چې تر اوسه يي واکسین ندي لګولي د هغوي د موبايل سیمونه دي بند کړي.

نوموړي‌ په دې اړه مرکزي حکومت او پاکستان ټيلي کمنوکيشن اتهارټۍ ته یو لیک هم استولو اعلان کړی دی.

خو په کراچۍ کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې یو مخکښ ډاکټر حسن زيب وايي چې د موبایل سیم او شناختي کارډونو ټرلو پريکړه سمه نه ده.

ده وویل، "د سیم او شناخت کارډونو له ټرلو سره به نورې ستونزې مخې ته شي او خلک اوس هم د واکسینو په اړه ډیرې افواګاني لري ۔حکومت له پکار ده چې لومړی د واکسينو په اړه په پراخه کچه کمپاین پيل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې کورونا وایرس ناروغۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۳۲ کسان نور وژلي دي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د جولای پر ۲۴مه لیکلي چې په تېر یو شواروز کې په ټول ملک کې ۱۸۴۱ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG