د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي


د سیند په حیدر اباد کې یوه روغتیايي کارکوونکې د یوې ښځې د معاینې پر مهال - د ۲۰۲۰ز کال د جولای ۲۰مې انځور.
د سیند په حیدر اباد کې یوه روغتیايي کارکوونکې د یوې ښځې د معاینې پر مهال - د ۲۰۲۰ز کال د جولای ۲۰مې انځور.

په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ د وبا د څار او کنټرول ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) خبرداری ورکړی دی چې په هېواد کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي او په معاینو کې د مثبتېدو شرح بیا تر څلور فیصده رسېدلې.

د دې معنا دا ده چې له هرو ۱۰۰ څخه د څلور کسانو د کورونا وایرس ټېسټ مثبت وي. د اېن سي او سي په وینا، دا د مې له ۳۰مې راهیسې لومړی ځل دی چې په هېواد کې د کورونا وایرس د معاینو د مثبتېدو شرح دومره زیاتېږي.

هلته د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د جولای پر ۱۱مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې په هغه ښار کې د کورونا وایرس لپاره له معاینه شویو څخه یې د ۱۴ فیصدو ټېسټونه مثبت خېژي.

نوموړي وویل، خلکو "ګڼله چې موږ په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا ته ماته ورکړې" او ناروغي ختمه شوې "خو داسې نه ده. په هېواد کې د کورونا وایرس پېښې یو ځل بیا په زیاتېدو دي. د ټولبند تر ختمېدو وروسته خلکو د ماسکونو په مخ کول پرېښوول، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره پر احتیاطي لارښوونو عمل نه کوي نو ځکه یې پېښې په زیاتېدو دي."

په لاهور کې یو کس د کووېډ-۱۹ واکسیني ستنه لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای شپږمې انځور.
په لاهور کې یو کس د کووېډ-۱۹ واکسیني ستنه لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای شپږمې انځور.

د جولای پر ۱۱مه حکومتي شمېرو وښوده چې په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶،۱۵۳ کسانو څخه د ۸۶۱ هغو ټېسټونه (چې تقریباً ۱۴ فیصده جوړېږي) مثبت ول. په حیدر اباد کې د معاینو د مثبتېدو کچ څلور فیصده ته رسېدلی.

د سیند حکومت د وبا کنټرول لپاره نوي اقدامات اعلان کړي او په ګاډو کې یې د سفر کوونکو او روغتون ته د درملنې لپاره د ورتلونکو کسانو لپاره د واکسینو د سرټېفېکېټ ښوول لازمي کړي دي.

د جهاني وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د جولای پر ۱۲مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۱،۸۰۸ پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې د ټولو رسمي مثبت پېښو شمېر ۹۷۵،۰۹۲ ته لوړ شوی. له دې ناروغانو څخه یې ۲۲،۵۹۷ مړه شوي خو ۹۱۳،۹۷۳ یې رغېدلي دي.

ووبپاڼه همداراز وايي، په پاکستان کې تر ۳.۹ میلیونه زیات کسان په بشپړ ډول واکسین شوي او شاوخوا ۱۶ میلیونه کسانو ته د واکسینو یوه ستن لګېدلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG