د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د داعش ډلې یو مشر یې نیولی


وزارت وايي سعید یې په کونړ کې د عملیاتو پر مهال نیولی
وزارت وايي سعید یې په کونړ کې د عملیاتو پر مهال نیولی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هغه هېواد ته یې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د وسله والو انتقال د چارو مسوول یې نیولی دی.

وزارت د اګست پر پېنځمه په بیان کې ویلي چې د داعش مهم غړی محمد سعید یې د اګست څلورمې پر شپه په کونړ کې د عملیاتو پر وخت نیولی دی.

وزارت دا اعلان پر داسې وخت کړی چې د اګست پر دویمه ماښام مهال وسله والو په جلال اباد کې پر ننګرهار زندان ډله ییز برید وکړ چې پکې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په وینا، ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي.

په وژلیو کې ۲۰ ملکي وګړي، درې بندیان او دوه امنیتي سرتېري دي.

داعش پر زندان د برید ذمه واري ومنله.

اړوند مطالب:

د جلال اباد پر زندان برید کې لسګونه کسان وژل شوی

د جلال اباد پر زندان برید څه موخې لري؟

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان د ملي امنیت ریاست يا اين ډي ايس وویل چې د هېواد ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د استخباراتو مشر وژلی دی.

د افغانستان استخباراتي ادارې د اګست پر لومړۍ نېټه وویل، اسد الله اورکزی له جلال اباد سره نېږدې په عملیاتو کې وژل شوی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، محمد سعید له بهره د داعش ډلې وسله وال او د هغوی کورنۍ افغانستان ته وروستې.

د نوموړي د ګرفتارۍ خبر پر داسې وخت راغلی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې حضور د پخوا پرتله کم دی.

په ۲۰۱۹ز کال کې د داعش سلګونه وسله والو ځانونه حکومت ته تسلیم کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG