د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: نړۍ دې له افغانستان سره بشري مرستې په بشري حقونو پورې نه تړي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بشري بحران مخه دې ونیسي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د بشري بحران مخه دې ونیسي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اسلامي همکاریو د سازمان (او ای سي) د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې او امريکا غږ وکړ چې طالبان دې له پامه وغورځوي او پر ځای دې یې د افغان ولس ناورين په نظر کې ونيسي.

د سعودي عرب له خوا د ډېسېمبر پر ۱۹مه د وربلل شوې غونډې کوربتوب پاکستان وکړ چې د امنیت لپاره یې سخت اقدامات شوي ول.

وزیراعظم عمران خان دې غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې په افغانستان کې دې نړيوالې مرستې د بشري حقونو، ټولشموله حکومت او دا چې افغانستان پر نړۍ د بريد لپاره استعمال نه شي، سره نه مشروطېږي.

د اسلامي همکاریو د سازمان (او ای سي) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام اباد کې جوړه شوې "فوق العاده غونډه" کې د افغانستان پر بشري او سیاسي وضعیت بحث وکړ.

طالبانو په افغانستان کې د اګست په ۱۵مه د حکومت تر سمبالولو وروسته، په ډېریو ولايتونو کې له شپږم وروسته د نجونو ښوونځي بند کړي، د ښځو وزارت يې پر امرباالمعروف بندل کړی، په وزارتونو کې ښځې پر لوړو څوکيو دندې نه لري او نورو سياسي ډلو ته یې په حکومت کې برخه نه ده ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هغه نړيوالې مرستې چې پرځول شوي جمهوري حکومت ته ورکول کېدلې، بندې شوې دي.

د او ای سي په غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنيو چارو وزیر اميرخان متقي ادعا وکړه چې د ښځو د حقونو لپاره يې ګامونه اخیستې او نور به هم اخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د دې غونډې په پیل کې پر ګډونوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.

شاه محمود قریشي زیاته کړه چې په افغانستان کې اقتصادي ناورين مخ په ژورېدو دی. "پېسو ته اړتيا ده چې اقتصاد بيا بحال کړي، تنخاګانې پرې ورکړي، واړه کاروبارونه ورغوي او بانکي نظام له سره چالان کړي. همداراز، دومره پېسې نشته چې انرژي، خواړه او نورو ضروري مواد دې پرې واخیستل شي."

د پاکستان حکومت د غونډې د امنیت په موخه په اسلام اباد کې د موبایل ټېلېفون شبکې تړلې وې او پولیسان یې ځای پر ځای کړي ول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ډېسېمبر پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل او د افغانستان پر سیاسي حالاتو او د او ای سي پر غونډه یې ورسره خبرې وکړې.

د اسلام اباد غونډه پر داسې مهال کېږي چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد د بشري بحران ښکار دی او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان ژمي کې مېلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

خو د او ای سي د عمومي منشي مرستیال طارق علي بخیت وايي، په غونډه کې به د افغانستان د حالاتو په اړه یو "مهم او جامع پرېکړه لیک" وړاندې کېږي. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل، د ډېسېمبر د ۱۹مې کنفرانس هدف له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ستراتیژي جوړول دي.

طالبانو د اګست په نیمايي کې پر افغانستان تر واکمنېدو درې اوونۍ وروسته خپل لنډمهالی حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه. نړیوالې ټولنې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG