په کوټه کې د بزکشۍ سیالي شوې
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بزکشۍ سیالۍ شوې چې ورته د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. د مارچ پر ۱۲مه د شوې سیالۍ برخوالو مشال راډيو ته وویل چې دا لوبه خطرناکه ده خو د شوق له وجې یې کوي. بزکشي د افغانستان ملي او د منځنۍ اسیا دودیزه لوبه ده. د سیالۍ منتظم وویل، غواړي چې دا لوبه په پاکستان کې هم دود کړي.