د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا روغتیا اداره: د کووېډ-۱۹ واکسینو لپاره د شناختي کارډ لرلو اړتیا نشته


په پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا د روغتیا ادارې د کورونا وایرس وبا د څار دفتر مشر وايي، د کووېډ ۱۹ واکسينو لپاره د شناختي کارډ لرل نور ضروري نه دي.

دا خبره ډاکتر اکرام الله د ډېسېمبر پر ۲۹مه پر داسې مهال مشال راډیو ته کړې چې په وروستيو کې داسې رپورټونه خپاره شول چې ګواکې د قبايلي ضلعو زياتره وګړي، په تېره ښځې د شناختي کارډ نه لرلو له وجې د کووېډ ۱۹ واکسينو له اخيستو پاتې کېږي.

نوموړي زياته کړه، په ځينو قبايلي ضلعو کې د دوی د واکسينو کمپاين د توقعاتو مطابق روان دی."د واکسينو لپاره د شناختي کارډ شرط په لومړيو کې وو، خو اوس نشته. اوسمهال د وبا د څار د مرکزي دفتر په لارښوونه موږ هر هغه کس ته واکسين لګوو چې عمر يې ۱۲ کاله او يا هم تر هغې پورته وي. په قبايلي ضلعو کې د شناختي کارډ د مشکل باوجود چې يو کس وغواړي نو واکسين اخيستای شي."

ډاکتر اکرام الله وايي، یوازینۍ ستونزه دا ده چې که یو کس شناختي کارډ نه لري او بشپړ واکسین شوی وي او غواړي له هېواده بهر سفر وکړي، هغه به د پاکستان د نفوسو د ثبت ادارې (نادرا) د واکسینو سرټیفېکېټ نه شي ترلاسه کولای.

د وبا د څار د مرکزي دفتر په لارښوونه موږ هر هغه کس ته واکسين لګوو چې عمر يې ۱۲ کاله او يا هم تر هغې پورته وي.
ډاکتر اکرام الله

دی وايي، واکسیني بهیر په کورمه او اورکزیو کې ښه روان دی خو په خیبر او شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې ورو دی.

د اکرام الله په خبره، حکومت پلان لري چې په خيبر او دواړو وزيرستانونو کې د کووېډ-۱۹ واکسينو په اړه د عامه پوهاوي کمپاينونه وکړي.

په صوبه کې د واکسينو د کمپاين یو مشر ډاکتر احسان الله مشال راډيو ته وويل چې د دوی د هڅو باوجود د خیبر قبایلي ضلعې پام وړ شمېر اوسېدونکي واکسينو ته زړه نه ښه کوي. نوموړي زياته کړه چې د کمپاين د کاميابۍ لپاره د سيمې د علماو او د جوماتونو د ملا امامانو مرسته اړينه ده."موږ داسې کسان لرو، حتی تعليميافته وي او واکسينو اخيستو ته زړه نه ښه کوي. هغوی کوښښ کوي چې له واکسينو پرته يې له موږ سره اندارج وشي. خو په دغه چاره کې نه بريالي کېږي. دا کسان زياتره د واکسينو په اړه د ناسمو افواګانو تر تاثير لاندې وي. موږ د ټولنې پر کچ د خلکو د پوهاوي هڅې کوو. خو په دې برخه کې د سيمې د علماو او د جوماتونو د ملا امامانو رول اغېزناک تمامېدای شي."

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۲۹مه د خيبر پښتوخوا د صحت محکمې په حواله خبر ورکړ چې د نهې (سې شنبې) پر ورځ په صوبه کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ دوه کسان مړه او ۳۸ نور ورباندې اخته شول. خبر زياتوي چې دا مهال د صوبې په بېلا بېلو هسپتالونو کې د کووېډ-۱۹ ټول ۱۷۰ ناروغان بستر دي چې له هغو ۱۵ ته اکسیجن لګېدلی دی.

بلخوا د باجوړ لپاره د کووېډ ۱۹ واکسينو د کمپاين مشر ډاکټر شفيق احمد مشال راډيو ته وويل چې نه يوازې یې کمپاين په ښه توګه روان دی بلکې له وجې يې د سيمې خلکو ته د شناختي کارډ جوړولو چارې هم اسانه شوي دي."فکر کوم د باجوړ يوازې دوه سلنه ښځې شناختي کارډونه نه لري. خو هغوی هم له واکسينو پاتې کېږي نه. موږ ۱۶۰ ټيمونه لرو چې کلي په کلي او کور په کور ګرځي او خلک واکسينوي. که د واکسينو د لومړي خوراک پر وخت د يو چا شناختي کارډ جوړ نه وي، نو موږ يې نوم او نور اړين معلومات له نادرا سره شريکوو او هغه اداره ورته د شناختي کارډ جوړولو چارې اسانوي. د باجوړ د شاوخوا شپږ لکه خلکو واکسينول مو هدف دی، تر دې مهاله مو له څلور لاکه زيات واکسين کړي دي."

ډاکټر احسان الله وايي، د صوبې د ټولو وګړو د واکسينولو هدف ترلاسه کولو ته نيږدې شوي، خو په خبره يې چې د دې لپاره ضروري ده چې خلک د کورونا وايرس خطر جدي ونيسي او ورڅخه د ژغورنې په چارو کې د حکومت مرسته وکړي.

په عين وخت کې د پاکستان د روغتیا ملي مرکز (اېن ای اېچ) په هغه هېواد کې د اومېکرون په نوم د کورونا وايرس د نوې بڼې د ۷۵ پېښو تصدیق کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ادارې په بيان کې د پاکستان پر وګړو غږ شوی چې له وايرسه د حفاظت لپاره دې هرومرو ځانونه واکسین کړي او بشپړ واکسین شوي کسان دې اضافي ستن هم ولګوي.

XS
SM
MD
LG