د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنه: ځینې کسان په دویم ځل هم په کورونا وایرس اخته کېدای شي


د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د نومبر پر ۱۵مه وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳۲ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي - د ۲۰۲۰ز د نومبر نهمې انځور.
د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د نومبر پر ۱۵مه وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳۲ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي - د ۲۰۲۰ز د نومبر نهمې انځور.

د خيبرپښتونخوا د څېړونکيو يوې ډلې د تحقيق پر مهال داسې يو کس موندلی چې دویم وار په کورونا وايرس اخته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د چارواکو په وينا، له تېرې څه مودې راهيسې په هېواد کې د کورونا وايرس دويمه څپه راغلې او د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دی.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼه وايي، د نومبر ۱۴ او ۱۵مې په منځ کې تر ۲،۴۰۰ زيات نور کسان په وايرس اخته شوي او ۳۲ ورڅخه مړه شوي دي. تازه شمېرې د تېرو ورځو په پرتله زياتې دي.

په پاکستان کې له ناروغۍ تر ۳۲۳،۰۰۰ زیات کسان رغېدلي هم دي.

د خيبر ميډيګل يونيورسټۍ مشر پروفېسر ضیاالحق په مشرۍ شوې څېړنه کې د کورونا وايرس د دويم ځل لپاره د بيا لګېدو د خطر جاج اخيستل شوی دی.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا ادارې شپږو ډاکټرانو په تحقيق کې برخه اخیستې ده چې پکې د حیات اباد ميډيکل کمپلېکس د مېډېسن څانګې مشر ډاکټر محمد نور وزير هم دی.

نوموړي د نومبر پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په مرکه کې وويل چې دوی په چين او اسراييل کې له کورونا رغېدلو کسانو ته د وايرس د بيا لګېدو رپورټونو ته په کتو، په پاکستان کې پر دې د تحقيق کولو فيصله وکړه.

نوموړي وويل چې په عمومي توګه چې کله یو وايرس يو کس وړجن کړي نو په هغه کې د وايرس ضد دفاعي مواد (اېنټي باډيز) جوړ شي چې هغه د دويم ځل لپاره دغه کس له وايرسه خوندي ساتي خو د ده په وينا، د دوی څېړنې ښوولې چې د کورونا وايرس دويم وار هم يو کس ته لګېدلای شي.

ډاکټر نور زياته کړه چې د څېړنې پر مهال يې د صحت څانګې يو داسې کارکوونکی وموند چې هغه دویم وار هم په کورونا وايرس اخته شوی دی.

نوموړي د مردان اوسېدونکي په اړه وويل چې د جون پر شپږمه د کورونا وایرس ناروغۍ کووېډ-۱۹ وهلی وو او د جون پر ۱۹مه نېټه يې د وايرس ټېسټ منفي وخوت خو د ده په خبره، هم دغه کس څلور مياشتې او ۱۳ ورځې وروسته بیا په وايرس اخته شو.

ډاکټر وزير زیاته کړه چې له کووېډ-۱۹ څخه په رغېدلو ځينو کسانو کې د وايرس اثر تر ۹۰ ورځو پورې ليدل شوی دی خو د ده په وينا، د دوی په تحقيق کې له ناروغۍ جوړ شوی کس ۱۲۳ ورځې وروسته هم په وايرس بيا اخته شوی دی.

له دې تحقيق پرته د کورونا علاج کوونکي ډاکټران هم وايي چې دوی ته داسې کسان ورغلي چې دويم وار په وايرس اخته شوي دي.

ډاکټر فضل ربي د اسلام اباد د ځوانو ډاکټرانو سازمان مشر دی او پاکستان انسټیټوټ اف مېډیکل ساینسز (پېمز) هسپتال په کورونا وارډ کې کار کوي.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې دوی ته هم ځينې داسې ناروغان ورغلي چې دويم ځل هم کورونا وايرس ځپلي دي.

ډاکټر محمد نور وزير وايي، د دوی تحقيق ته په پام، د دې اړتيا زياته شوې چې له وايرسه د ځان ژغورلو لپاره لا نور هم احتیاط وشي.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې له يو بله دې دوه ميټره فاصله وساتي، لاسونه دې ومينځي او ماسکونه دې تړي.

په پاکستان کې د کورونا د دويمې څپې راتلو وروسته حکومت يو ځل بيا احتیاطي اقدامات پورته کړي دي او هم په دې لړ کې د نومبر پر ۱۶مه د سکولونو د تړلو يا نه تړلو فيصله کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG