د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وايرس مخنيوي واکسين په کوم پړاو کې دی؟


ساينسپوهان وايي، هيله من دي چې د کورونا وایرس د مخنیوي واکسین به راتلونکي کال (۲۰۲۱ز) ته جوړ شي. 
ساينسپوهان وايي، هيله من دي چې د کورونا وایرس د مخنیوي واکسین به راتلونکي کال (۲۰۲۱ز) ته جوړ شي. 

پراګ - د چين د هوبې ولايت په ووهان ښار کې چې کله د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې يوه نوې ناروغي خپره شوه نو خلکو فکر نه کاوه چې دا به د نړيوالې وبا بڼه خپله کړي. خو د وخت په تېرېدو سره د کوويډــ۱۹ په نوم دغه وايرس چې نوی کورونا وايرس هم ورته ويل کېږي نه يواځې د چين نورو سيمو ته وغځېدی بلکې د نړۍ هر کونج ته خپور شو.

د نوي کورونا وايرس تر خپرېدو يوه مياشت وروسته د ۲۰۲۰م کال په جنوري کې چينایي چارواکو د دې وايرس د جینیټیکي ترکیب په هکله معلومات خپاره کړل چې بيا وروسته د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې په دې اړه تجربې او د درمل جوړونې کارونه پیل شول.

د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره نوی واکسين:

د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ساينسپوهانو او د طب پوهانو دمګړی تر ۱۶۵ زياتو واکسينونو باندې کار روان کړی چې ۲۷ يې پر انسانانو ازمويل شوي هم دي.

که څه هم د واکسين جوړېدل او د هغه بريالۍ ازموينه کلونه وخت نيسي خو ساينسپوهان د يو خوندي او اغېزناکه واکسين لپاره په چټکۍ سره کار کوي او هيله من دي چې دا به راتلونکي کال (۲۰۲۱ز) ته جوړ شي.

واکسين څه کار کوي؟

واکسين د يو ناروغۍ پر ضد د بدن دفاعي نظام پياوړی کوي او داسې مادې جوړوي چې هغه وايرس وپېژني او پر ضد يې مقاومت وکړي. واکسين په عمومي ډول روغو کسانو ته ورکول کېږي چې احتمالي وايرس ورباندې اغېز ونکړي.

دا همغسي ده لکه څنګه چې ماشومانو ته د پوليو، شري، کسوک او داسې نورو وايرسونو پر ضد واکسين ورکول کېږي چې د هغوی دفاعي نظام د دې وايرسونو په مقابل کې پياوړی شي.

د کورونا ناروغ واکسين کارولی شي؟

که څوک ناروغ وي او وايرس يې وار له مخه بدن ته ننوتلی وي نو هغوی ته بيا د واکسين پر ځای درمل ورکول کېږي.

دمګړی په نوي کورونا وايرس د اخته شوو کسانو د درملنې لپاره د سلګونه ډاکټرانو يوې ډلې ۵۰ داسې درمل په نښه کړي چې ښايي له کورونا وهلو سره مرسته وکړي.

يو شمېر ساينسپوهان غواړي چې داسې درمل جوړ کړي چې په مستقيم ډول وايرس په نښه کړي، خو د امريکا د سانس فرانسيسکو په کېليفورنيا پوهنتون کې د ساينسپوهانو يوه ډله پر يوې نوې لارې ازموينه کوي.

دوی داسې لارې چارې لټوي چې له کبله يې د انسان په بدن کې شته پروټين خوندې کړل شي. دوی غواړي چې يو داسې درمل جوړ کړي چې په انساني حجرو يا خليو کې دننه پروټين له کورونا وايرس څخه وژغوري ځکه چې کورونا وايرس پر پروټين بريد کوي او له هغه څخه بيا نور وايرس زېږوي.

د کورونا وايرس پر ضد د واکسين لومړۍ ازموينه:

د نوي کورونا وايرس پر ضد د واکسين لومړۍ ازموينه په امريکا کې د درمل جوړولو يو شرکت موډرنا او د روغتيا ملي انسټيټيوټ په شريکه د روان ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۶مه د امریکا د واشنګټن ایالت په سياټل ښار کې وکړه. هلته يو شمېر رضاکارانو ته په ازمایښتې ډول د کوويډ-۱۹ واکسین ورکړل شو.

تر دې مخکې هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ واکسین په ازمېښتي ډول پر انسانانو کارول شوي وو. (ارشیف)
تر دې مخکې هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ واکسین په ازمېښتي ډول پر انسانانو کارول شوي وو. (ارشیف)

که څه هم په دې ګام سره د نوي کورونا وايرس د مخنيوي واکسین تجرباتي مرحله پیل شوه خو له هغه را وروسته د کورونا وايرس دوه نور ازمايښتي پړاوونه هم تر سره شول چې وروستی پړاو يې د جولای پر ۲۷مه د همدې شرکت او انسټيټيوټ لخوا پيل شو.

په دغه درېيم پړاو کې به د امريکا په ۸۹ سيمو کې ۳۰ زره روغو کسانو ته په ازمايښتي ډول دا واکسين ورکول کېږي. خو د دغه واکسین جوړوونکي امریکایي کمپنۍ ویلي چې د ازمایښتي پړاوونو تر تېریدو وروسته به لږ تر لږه يو کال يا زيات وخت واخلي چې دا واکسین د عام ولس په استعمال کې ورکول کېږي.

د امريکا حکومت له موډرنا شرکت سره د واکسين جوړولو په برخه کې شاوخوا يو بليون ډالره مرسته کړې ده.

په ورته حال کې د بايو اېن ټېک په نوم يو جرمن شرکت له نيويارک مېشتي شرکت فيزر او چينايي درمل جوړوونکي شرکت فوسون فارما سره په ګډه پر کورونا ضد واکسين کار کوي او هغوی هم د جولای پر ۲۷مه خپل درېيم ازمايښتي پړاو پيل کړ.

په دې پړاو کې به دوی د امريکا په ګډون په جرمني، برازيل او ارجنټاين کې ۳۰ زره رضاکارانو ته دغه واکسين ورکوي.

د امريکا حکومت له دوی سره د ۱.۹ بليونه ډالرو قرارداد کړی چې د روان ۲۰۲۰ز کال تر ډېسېمبره به ۱۰۰ مليونه واکسينونه ورکوي او پر نورو ۵۰۰ مليونو به کار کوي. که چېرې دا کار بريالی شو نو فيزر شرکت هيله لري چې د راتلونکې ۲۰۲۱ز کال تر پايه به د نړۍ لپاره ۱.۳ بليونه واکسينونه جوړ کړي.

له امريکا پرته په نورو هېوادونو کې د کورونا مخنيوي واکسين:

پر امريکا سربېره د درمل جوړولو شرکتونو د جرمني، بريتانيې، جاپان، چين، اسټراليا او هند په ګډون په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د کورونا وايرس مخنيوي پر واکسين جوړولو کار روان کړی دی.

په دې برخه کې د اسټرا زېنېکا په نوم يو بريتانوي ــ سويډني شرکت له اکسفورډ پوهنتون سره په ګډه پر يو واکسين کار روان کړی دی چې د جولای پر ۲۰مه يې د لومړي او دويم پړاو د برياليتوب په اړه راپور خپور شو.

دا واکسين دمګړی په انګلستان کې په دويم او درېيم پړاو کې دی خو په برازيل او سوهېلي افريقا کې يې درېيم پړاو روان دی.

تمه څرګندېږي چې دا شرکت به په بېړني ډول د روان کال په اکتوبر کې واکسين ووېشي. د اسټرا زېنېکا په نوم دغه شرکت وايي که چېرې اجازه ورکړل شوه نو دوه بليونه واکسيونونه به جوړ کړي.

د کورونا وايرس مخنيوي واکسين به لومړی چا ته ورکول کېږي؟

ساينسپوهان په دې اند دي چې د کورونا وايرس د مخنيوي دغه نوي واکسینونه به د انسان د بدن دفاعي نظام دومره پیاوړی کړي چې هغه به له کوويډــ۱۹ سره په مقابله کې برلاسی وي.

که چېرې له برياليو ازمايښتونو وروسته دغه واکسين عام ولس ته ورکول کېږي نو هغو روغتياپالانو ته به لومړيتوب ورکول کېږي چې د کورونا وايرس د ناروغانو درملنه کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG