د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران امریکايي او نړیوالو پوهانو ته د الوتکې د پېښې د پلټنو اجازه ورکوي


الوتکه کې سپاره ټول کسان ووژل شول
الوتکه کې سپاره ټول کسان ووژل شول

تهران - ایران ویلي دي چې د امریکا د حادثو تحقیقاتي ادارې او نورو نړیوالو پوهانو ته یې بلنه ورکړې چې د اوکراینۍ الوتکې د پرېوتو په اړه په پلټنو کې مرسته وکړي.

ایران دا فیصله د جنورۍ ۱۰مې پر سهار تر هغې وروسته کړې چې کاناډايي، امریکايي او برتانیویو چارواکو وویل، "ډېر امکان" دی چې له تهران هوايي ډګر سره نېږدې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه په ایراني توغندي لګېدلې وي.

دوی د جنورۍ پر نهمه وویل کېدای شي دا کار په غلطۍ شوی وي.

ایران تر دې مخکې بهرنیانو ته د پلټنو له اجازې ورکولو انکار کړی وو.

د ایران د هوايي چلند ادارې مشر علي عابدزاده د جمعې پر ورځ وویل، د امریکا د ټرانسپورټ ساتنې ملي ادارې او د الوتکې جوړوونکي شرکت بویېنګ په ګډون د اوکراین، فرانسې او کاناډا پوهانو ته اجازه ورکوي چې د الوتکې د پرېوتو پلټنې وکړي.

تر دې مخکې کاناډايي وزیراعظم او ځینو نورو غربي مشرانو وویل، شواهد ښيي چې د جنورۍ پر اتمه له تهران سره پرېوتې مساپر وړونکې اوکراینۍ الوتکه په ایراني توغندي لګېدلې ده.

جسټن ټروډو د جنورۍ نهمې پر ماخوستن وویل، "د خپل او ملګرو هېوادونو له یو شمېر سرچینو یې استخبارات ترلاسه کړي." او "کېدای شي دا یوه سهوه وي" خو د الوتکې د پرېوتو د "بشپړو او کره پلټنو" غږ یې وکړ.

تر نوموړي مخکې ځینو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي ول چې د سپوږمکۍ یا سیټلایټ، راډر او نورو برېښنايي معلوماتو پر اساس باور لري چې د ایران فضايي دفاعي نظام بویېنګ ۷۳۷-۸۰۰ الوتکه غورځولې ده.

ټروډو وویل، "کېدای شي دا یوه سهوه وي" خو د باوري پلټنو غوښتنه یې وکړه
ټروډو وویل، "کېدای شي دا یوه سهوه وي" خو د باوري پلټنو غوښتنه یې وکړه

تهران د توغندي له وجې د الوتکې پرېوتل رد کړي او پر کاناډا یې غږ کړی چې هغه استخبارات ورسره شریک کړي چې وايي ایران الوتکه ویشتلې.

د جنورۍ اتمې پر سهار وختي د اوکرایني هوايي شرکت الوتکه د تهران له امام خمیني هوايي ډګره تر پرواز لږ ساعت وروسته پرېوته چې پکې سپاره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول.

په پېښه کې د ۱۱ اوکراینیانو، ۸۲ ایرانيانو، ۶۳ کاناډایانو او ۱۰ افغانانو په ګډون د سویډن، جرمني او برتانیې وګړي هم وژل شوي دي.

دا پېښه تر هغې څو ساعتونه وروسته وشوه چې ایران په عراق کې پر نړیوالو پوځي اډو توغندي وورول چې ورسره سم داسې شکونه وزېږېدل چې ښايي الوتکه تر برید لاندې راغلې وې.

د ټروډو تر خبري غونډې لږ ساعت وروسته شپې ناوخته د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن په یوه بیان کې وویل: "معلومات ښيي چې الوتکه له ځمکې څخه په فضا کې" هدف ویشتونکي "ایراني توغندي ویشتلې" چې ښايي دا کار "قصدي نه وي."

تر کاناډايي او برتانیوي وزیراعظمانو مخکې د جنورۍ پر نهمه امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم وویل چې د الوتکې پرېوتو "شکمن" کړی دی ځکه چې د ده په وینا، هغې له داسې "سیمې پرواز کاوه چې کېدای شي څوک تېروتی وي" او ویشتلې یې وي.

د اوکراین لوړپوړي امنیتي چارواکي الېکسېي دانېلوف ویلي هېواد یې دا څېړي چې ایا توغندي الوتکه غورځولې او که څنګه؟

نیوزویک مجلې او سي بي اېس ټېلېوېژن د امریکايي امنیتي او استخباراتي او یوه عراقي چارواکي په حواله خبر ورکړی چې اوکراینۍ الوتکه په روسي "تور" توغندي ویشتل شوې.

پېنټاګان پر دې موضوع له تبصرې ډډه کړې.

خو د ایران د ټرانسپورټ وزارت په یوه بیان کې ویلي چې "په توغندي د الوتکې د ویشتلو کیسه" هېڅ سمه نه ده.

د الوتکې پرېوتو په اړه ویډیويي رپورټ

د اوکراینۍ الوتکې پېښه: د افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:02 0:00

په بیان کې راغلي چې د پېښې پر وخت یو شمېر کورني او نړیوال پروازونه د اوکراینۍ الوتکې په څېر له ځمکې ۲،۴۴۰ میټره لوړ روان ول.

په عین وخت کې د جنورۍ پر نهمه، ۴۵ اوکرایني پلټونکي تهران ته ورسېدل او ویې ویل چې هغوی د پېښې په ځای کې د الوتکې برخې ګوري چې د پرېوتو لامل یې معلوم کړي.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د اوکراین الوتکې تر پرېوتو مخکې اور اخیستی وو.

د جنورۍ نهمې په رپورټ کې راغلي چې دا درې کاله پخوانۍ الوتکه وه چې د جنورۍ پر شپږمه یې مرمت شوی وو او تر پرواز لږ ساعت وروسته د نامعلومه تخنیکي ستونزې له وجې د هوايي ډګر لوري ته ستنه شوه او پرېوته.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG