د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اوکراینۍ الوتکې تر نسکورېدو وړاندې اور اخېستی وو'


تهران کې د اوکراینۍ چپه شوې الوتکې د انجنې پاتې شوني. ۲۰۲۰، ۸

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د اوکراین الوتکې تر پرېوتو مخکې اور اخیستی وو.

د اوکرایني هوايي شرکت بویېنګ ۷۳۷-۸۰۰ الوتکه چې کییف ته تلله، د تهران له امام خمیني هوايي ډګره تر الوت لږ ساعت وروسته پرېوته چې پکې سپاره ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول.

د هوايي چلند ادارې نن په رپورټ کې پر ځمکه او په فضا کې په یوه بله الوتکه کې د عیني شاهدانو له خولې ویلي چې په هوا کې الوتکې اور اخیستی وو. په رپورټ کې راغلي چې دا درې کاله پخوانۍ الوتکه وه چې د جنورۍ پر شپږمه یې مرمت شوی وو او تر پرواز لږ ساعت وروسته د نامعلومې تخنیکي ستونزې له وجې د هوايي ډګر لوري ته ستنه شوه او پرېوته.

په تهران کې د اوکراین سفارت لومړی د الوتکې پرېوتو لامل د انجن خرابي بللې وه خو وروسته یې دا خبره له خپل بیانه وایسته.

د ایران دولتي رسنیو لومړی ویلي ول چې الوتکې تر پرېوتو وروسته اور واخیست خو دولتي ټېلېوېژن چې ویډیو خپره کړه نو پکې ښکارېدل چې تر پرېوتو مخکې ورباندې اور لګېدلی وو. اوکراین د جنورۍ پر نهمه د ملي ماتم اعلان کړی.

اخوا په ایران کې د افغانستان سفارت وايي، د هغو افغانانو په اړه یې د معلوماتو ترلاسه کولو هڅې پیل کړي چې پرون په تهران کې د الوتکې په پېښه کې وژل شوي ول. په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال بېګا مشال راډیو ته وویل، تر اوسه ورته د ۱۰ افغانانو وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

اوکرایني چارواکي وايي، په وژل شويو کې ۸۲ ایرانیان او ۶۳ یې کاناډايي وګړي دي. دوی زیاتوي چې په پېښه کې د عملې د کسانو په ګډون ۱۱ اوکراینيان او د جرمني، برتانیې او سویډن وګړي هم وژل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG