د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاروباریان د جلوزو په صنعتي زون کې پانګونې ته لېواله دي: حکومت


د جلوزو صنعتي زون د چین پاکستان اقتصادي لار پروژو برخه ده
د جلوزو صنعتي زون د چین پاکستان اقتصادي لار پروژو برخه ده

پېښور - د صنعتي او کاروباري چارو لپاره د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سلاکار عبدالکریم خان وايي، د جلوزو په نوی صنعتي زون کې کاروباریانو ډېره دلچسپي ښوولې او د پانګوونکو ګڼ غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي دي.

په عین وخت کې صنعتکارانو له حکومته غوښتي چې صنعتي پالیسي عملي کړي.

نوموړي د جولای پر ۱۷مه، له پېښور سره نېږدې د نوي صنعتي زون تر پرانېستې وروسته مشال راډیو ته وویل چې دا په خیبر پښتونخوا کې د صنعتونو د ودې لپاره مهم ګام دی.

عبدالکریم خان وايي، د نورو کارخانو او صنعتونو لپاره دا نوی ځای په دې وجه هم مهم دی چې دا د پېښور موټروې او د تورخم لارې ته نېږدې دی.

د ده په خبره، "صنعتکاران په دې نوي ځای کې ډېره دلچسپي لري او په دې کې چې څومره پلاټونه موجود دي" تر هغې "دوه چنده" زیات "درخواستونه" یې ترلاسه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا سوداګرانو او صنعتکارانو د حکومت د دې اقدام ستاینه کړې.

د پاکستان افغانستان د سوداګرو او صنعتکارانو د ګډو خونو مشر زاهد الله شینواری وايي، د پېښور حیات اباد، د نوښار رسالپور، د صوابۍ د ګدون او د هزارې ډویژن د حطار تر لویو صنعتي زونونو وروسته د جلوزو دا صنعتي زون د پښتونخوا صوبې پېنځم لوی صنعتي ښارګوټی ګڼل کېږي.

دی وايي، "زموږ د سوداګرو او صنعتکارانو ملګرو دا غوښتنه وه چې له پېښور سره نېږدې یو بل انډسټرییل زون پکار دی، ځکه چې په حیات اباد انډسټریل علاقه پلاټ نه مېلاوېږي، او هلته په څلور کروړه روپۍ د یو اېکړ پلاټ نرخ دی. نو د نویو کارخانو لګولو لپاره د ځمکې په اخیستو کې ډېره ستونزه وه، نو دا ښه کار وشو چې په جلوزو کې دا نوی صنعتي زون جوړېږي."

زاهد الله زیاتوي:"د صنعتي انقلاب لپاره په صنعتي پالیسۍ عمل کول ضروري دی تر دې دمه د ۲۰۱۶ز کال په جوړې شوي صنعتي پالیسۍ هېڅ عمل نه دی شوی."

خو د صنعتونو لپاره د وزیر اعلا سلاکار عبدالکریم خان وايي، نه یوازې پر صنعتي پالیسۍ عمل کوي بلکې په صوبه کې د بې روزګارۍ د ستونزې حل کولو لپاره حکومت د صنعتونو پرمختګ لپاره یو شمېر نور ګامونه په پام کې نیولي دي.

د جولای پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د جلوزو نوي صنعتي ښارګوټي پرانېسته کړې ده.

نوموړي د پرانیستې پر وخت وویل، په رشکۍ کې د چین-پاکستان اقتصادي لار پر هغې اقتصادي پروژې هم په چټکۍ کار روان دی چې له اوږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG