د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن او سپین بولدک لاره د جولای پر ۲۲مه د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوه.
دا لاره د جولای پر ۲۰مه د اختر لپاره دوه ورځې تړل شوې وه.
پر دې لار د جولای له ۱۴مې راهیسې سوداګري بنده ده او دواړو خواوو ته مال وړونکي ګاډي ولاړ دي.
د جولای پر ۲۲مه په چمن کې یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د لارې تر پرانیستو وروسته دواړو خواوو ته بند کسان پاکستان او افغانستان ته واوښتل.
د ده په خبره، د جولای پر ۲۱مه په چمن کې د پاکستانیو چارواکو او طالبانو ترمنځ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اوس به لاره هره ورځ د سهار له اتو څخه تر ۱۱ بجو پورې پرانیستې وي.
طالبانو د جولای پر ۱۴مه د کندهار سپین بولدک ولسوالي نیولې وه او افغان ځواکونه یې د بیا نیولو هڅه کې دي.
تر هغې وروسته پاکستان څو ځلې د چمن لاره تړلې او خلاصه کړې ده.