د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا زندانونو کې هېڅوک په کورونا نه دي اخته شوي: مسعود الرحمان


د پښتونخوا د زندانونو مشر وايي ټول احتیاطي اقدامات یې کړي
د پښتونخوا د زندانونو مشر وايي ټول احتیاطي اقدامات یې کړي

د خيبر پښتونخوا د زندانونو مشر ويلي، تراوسه پورې هېڅ بندي په کورونا وايرس نه دی اخته شوی.

مسعود الرحمان د مې پر دویمه مشال راډیو ته وويل چې په زندانونو کې یې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي او په ملاقاتونو يې بندېز لګولی دی.

ده البته وویل چې بندیان ټېلېفون ته لاسرسی لري او د کورنیو غړي ورسره اړیکه ټینګولای شي.

رحمان وویل د صوبې هغو لويو جېلونو ته بنديان نه استوي چې پکې وار له مخه د زندانیانو شمېر زيات دي.

په مارچ کې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هيومن رايټس واچ) اندېښه ښوولې وه چې په پاکستان کې د بنديانو د زيات شمېر له کبله ښايي په زندانونو کې د کورونا وایرس وبا خپره شي.

خو انسپکټر جنرل مسعود الرحمان وايي، حکومت ورته د وايرس د مخنیوي احتياطي ګامونو لپاره ۳۵ میليونه روپۍ ورکړې دي.

د ده په خبره، په زندانونو کې یې خپله تمبوزکونه (ماسکونه) او جراثیم وژونکې دواګانې هم جوړې کړې دي.

دی زیاتوي چې په صوبه کې یې د دې لپاره ۱۸ واړه زندانونه جوړ کړي چې که څوک په کووېډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شي نو هلته یې ګوښه کېدو ته واستوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG