د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې دارالامان ته د ورغلیو ښځو شمېر زیات شوی


په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د کورني تشدد خلاف مظاهرې هم شوې دي (ارشیف انځور).
په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د کورني تشدد خلاف مظاهرې هم شوې دي (ارشیف انځور).

د خیبر پښتونخوا په یو دارالامان کې یوه نجلۍ چې له مور سره اوسي وايي، مور یې له خپل پلاره په میراث کې برخه غوښتې خو وروڼو یې ورته د مرګ ګواښ وکړ نو ځکه کور پرېښودو ته اړ شوه.

دې نجلۍ د ځان خوندیتوب لپاره د خپل نوم او ځای له ښودو ډډه وکړه.

خو دا یوازینۍ پېښه نه ده. په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو دفاع لپاره کارکوونکې ادارې وايي، په صوبه کې د پخوا پرتله دا ډول پېښې زیاتې شوې دي او ښځې کور پرېښودو ته مجبورېږي.

د ناحکومتي ادارې نور اېجوکېشن ټرسټ یوه کارکوونکې شازیه حنا وايي، په پېښور کې یو پناه ځای یا دارالامان لري چې پکې اوسمهال ۲۰ ښځې اوسي.

نوموړې وايي، له قبایلو او د صوبې له نورو برخو څخه په ورغلیو ښځو کې یې زیاتره د "کورني تشدد، د میراث غوښتو او د خوښې واده" په څېر مسلو له وجې پناه غواړي.

کورنی تشدد زیات شوی دی. ځکه چې نن سبا خلک بېروزګاره دي. همدا وجه ده چې په تېرو دوو میاشتو کې زیاتې ښځې دارالامان ته راغلې دي.
نصرت جبین

حنا وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند پر مهال یې ادارې ته د ټېلېفونونو شمېر له لوړېدو ښکاري چې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

نوموړې همداراز وايي اکثره ښځې په ټېلېفون د نفسیاتي او ذهني پرېشانیو او قانوني مرستو په اړه پوښتنې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د خیرښېګڼې او د ښځو پرمختیا حکومتي ادارې یوه چارواکې نصرت جبین هم د حنا خبره تاییدوي.

نوموړې د جون پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د ټولبند پر مهال ښځې حکومتي دارالامانونو ته هم ورغلې دي:

"کورنی تشدد زیات شوی دی. ځکه چې نن سبا خلک بېروزګاره دي. همدا وجه ده چې په تېرو دوو میاشتو کې زیاتې ښځې دارالامان ته راغلې دي. موږ په سرکاري دارالامان کې د ښځو علاج کوو، د ذهني پرېشنایو په اړه یې هم علاج کېږي او قانوني مرستې هم ورکوو."

حکومتي پناه ځایونه

په خیبر پښتونخوا کې پېنځه حکومتي دارالامانونه دي پکې یو شمېر ښځې اوسي.

د پېښور د حکومتي دارالامان یوه کارکوونکې سیده ندرت وايي، د صوبې په پناه ځایونو کې تر ۶۰ پورې ښځې اوسېدای شي:

"له موږ سره په صوبه کې د ښځو لپاره پېنځه سرکاري پناه ځایونه دي، چې په پېښور، هريپور، اېبټ اباد، مردان او سوات کې دي. په دې له ښځو سره ماشومان هم دي. نن سبا موږ د کورونا [وایرس] وبا په دوران کې راغلیو ښځو ته د ذهني پرېشانیو په اړه هم مشورې ورکوو."

قبایلو کې دارالامان نشته

خو د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاده نورین نصیر چې د وبا پر مهال یې په قبایلو کې پر ښځو د تشدد په اړه څېړنه کړې وايي، په هغو سیمو کې د ښځو لپاره پناه ځای نشته.

نوموړې وايي، د کورني تشدد تر ټولو زیاتې پېښې ښايي په قبایلو کې کېږي "خو مسله دا ده چې ښځې چېرې ولاړې شي؟"

نورین نصیر وايي، د دارالامان موجودګي ځکه مهمه ده چې کله یوه ښځه د تشدد ښکار شي نو له کوره خپله مسله په ازادۍ نشي بیانولای او د بندیزونو یا محدودیتونو له وجې پولیس یا عدالت ته هم نشي تللی.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې غواړي چې حکومت دې په قبایلو کې هم د ښځو لپاره د اوسېدو خوندي ځایونه او د کورنیو لانجو هواري مرکزونه جوړ کړي.

د ښځو چارو حکومتي اداره وايي، په بنو او چترال کې هم د دارالامان جوړولو پلان لري او هڅه کوي چې د صوبې په ټولو پناه ځایونو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG