د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم: ګرانۍ ولس نهیلی کړی دی


پي ډي اېم: ګرانۍ ولس نهیلی کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د حکومت ضد احتجاجي جلسو پیل له کراچۍ وکړ. د یوشمېر اپوزیشن ګوندونو د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر ۱۳مې جلسې ته په وینا کې وویل، ولس ګرانۍ او بېکارۍ اندېښمن کړی دی. حکومت د خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي او په وروستیو کې یې پر خلکو د ګرانۍ د بار کمولو لپاره د اربونو روپیو رعایتي پروګرام هم اعلان کړ. د پي ډي اېم مشرانو په خپلو ویناګانو کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې جوړ شوی. دا هغه تور دی چې حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا رد کړی او دریځ لري چې د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG