د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي عدالتونه څه ډول کار کوي؟


په پاکستان کې په ۲۰۱۵ز کال کې پوځي عدالتونو د ولسي وګړو د مقدو اورېدنې هم پیل کړې - انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د ملکي او د ترهګرۍ ضد عدالتونو ترڅنګ پوځي عدالتونه هم موجود دي. پوځي عدالتونه د ۱۹۵۲ز کال د فوجدارۍ قانون له مخې جوړ شوي ول او تر ډېره وخته پورې یې د تورنو پوځي افسرانو مقدمې پر مخ بيولې. دا مقدمې د يوې ادارې دننه د عدالتي کارروايۍ ‌په نامه هم یادېدې. خو د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر پيل وروسته او په دې تړاو د نيول شویو کسانو د سزا کولو لپاره په ۲۰۱۵ز کال کې په ايين کې ترميم وشو. له دې ترميم سره پوځي عدالتونو ملکي وګړو ته هم د سزاګانو اورول پیل کړل.

د پوځي او ملکي عدالتونو څه فرق وي؟ د مقدمه، ګواهانو وړاندې کولو او د پرېکړو پر ضد د درخواست ورکولو طریقه کار څه وي؟

څه د پاسه ۷ کاله مخکې د پاکستان پارلېمان په ایین کې د بدلون په کولو سره، د فوجدارۍ د قانون لاندې د موجودو پوځي عدالتونو واک زیات کړ.

د پارلېمان پر ویبپاڼې موجود د دې قانون په متن کې راغلي چې د دغه بدلون وروسته اوس په پوځي عدالتونو کې پر هغو ولسي وګړو هم مقدمې چلېدلی شي چې په ترهګرۍ تورن وي.

د ګواهانو د وړاندې کولو طریقه

قانون پوه اېډوکېټ شبير حسین ګګياڼی وايي، په قانون کې د بدلون لپاره دليل راوړل شوی وو چې په پاکستان کې د ولسي عدالتونو پر ځای به په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ اړونده مقدمو فیصلې ژر کېږي او بل امنيتي رازونه به راز پاتې کېږي.

ګګياڼی چې په پوځي عدالتونو کې د ځينو ملکي وګړو وکالت یې کړی، مشال راډيو ته وويل چې په پوځي عدالتونو کې د ګواهانو وړاندې کول ډېر سخت وي. "په پوځي عدالتونو کې ژر ژر فیصلې کېږي. د ګواهانو راوستلو ته ډېر وخت نه ورکول کېږي. لکه څنګه چې په ملکي عدالت کې وي. ځينې وخت په ځينو کېسونو کې داسې هم شوي چې ملزم د خپل کېس له اورېدنې خبر نه وي."

تېر کال د ګګیاڼي په درخواست پېښور های کورټ‌ يو وار ۷۴ او بل ځل ۱۶۴ هغه کسان خوشې کړل چې کېسونه یې پوځي عدالتونه ته تللي ول خو د نوموړي خبره، پر ضد یې ثبوتونه نه ول.

د سزاګانو شمېر او پر ضد یې د اپېل حق

په پاکستان کې د پوځي عدالتونو شمېر نه دی معلوم او د فیصلو په اړه یې هم ډېر تفصيل نه خپرېږي خو پارلېمان یې د کار په اړه له حکومته حساب غوښتای شي.

په ۲۰۱۹ز کال کې له شمالي وزیرستانه د پارلېمان غړي محسن داوړ د يوې ليکلې پوښتنې په ځواب کې د دفاع وزارت ځينې معلومات ورکړي ول. د پارلېمان پر وېبپاڼې خپرو شویو معلوماتو ترمخه، تر هغه کاله پورې په پوځي عدالتونو کې د ۴۷۸ مقدمو فیصلې شوې. ۲۸۴ کسانو ته د مرګ او ۱۹۲ ته د قید سزا شوې ده. همداراز، ۵۴ مقدمې د تخنيکي نيمګړتياو له امله ختمې شوې او دوه کسان خوشې شوي دي.

د پوځي عدالت لومړۍ فیصله د فیلډ جنرل کورټ مارشل له خوا کېږي. بیا ته کولی شي د هغې پرېکړې پر ضد په پوځي مرکز (جي ايچ کيو)‌ کې درخواست ورکړې. هلته هم که و نه شي نو های کورټ‌ يا سپريم کورټ ته تللی شي.
خالد انور اپرېدی

اېډوکېټ خالد انور اپرېدی چې په وروستيو کې یې په پوځي عدالت کې د جاسوسۍ په تور د ۱۴ کلونو لپاره سزا شوي د بشري حقونو فعال ادریس خټک د مقدمې وکالت کړی، وايي چې عام تاثر دا دی چې په پوځي عدالت کې چا ته سزا وشي نو هغه یې په ملکي عدالت کې پر ضد اپيل نه شې کولی خو د نوموړي په وينا داسې نه ده.

هغه مشال راډيو ته وويل چې های کورټ‌ او سپريم کورټ د قانون له مخې له خپلې خوا يا په سو موټو شکل د پوځي عدالت پرېکړه چیلېنجولی شي او یا هم ورته وکيل درخواست کولی شي. "د پوځي عدالت لومړۍ فیصله د فیلډ جنرل کورټ مارشل له خوا کېږي. بیا ته کولی شي د هغې پرېکړې پر ضد په پوځي مرکز (جي ايچ کيو)‌ کې درخواست ورکړې. هلته هم که و نه شي نو های کورټ‌ يا سپريم کورټ ته تللی شي. هلته جج دا فېصله کوي چې پر موکل دې په پوځي عدالت کې مقدمه چلېدای او سزا کېدلی شي او که نه؟"

په پاکستان کې د پوځي عدالتونو د کار قانوني موده دوه کاله وي خو له ۲۰۱۵ز کال راهیسې پارلېمان په بيا بیا غځولې ده.

د عدالتي انصاف یقیني کولو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې (انټرنيشنل کمېشن اف جيورېسټس) د ۲۰۱۹ز کال په رپورټ‌ کې راغلې چې په پوځي عدالتونو کې کارروايي‌ بايد په شفاف ډول وشي چې خلک معلومه کړای شي چې ایا ضرورت یې شته او که څنګه او دا چې ایا هغه عدالتونه ګټور دي او که نه؟

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG