د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي عدالتونو فېصلې په پېښور های کورټ کې چېلنج شوې


د پېښور های کورټ وداني
د پېښور های کورټ وداني

پیښور های کورټ د پوځي عدالتونو له خوا سزا شوي سزا شوې له دوو سوو څخه زياتو خلکو په اړه مقدمه د اپرېل تر اوومې پورې ځنډولې ده.

د پوځي عدالتونو لخوا په بیلابیلو وختونو کې د ترهګرۍ سره د تړاو په تور سزا شوو خلکو کورنيوو د دې پرېکړو پر ضد په پېښور های کورټ کې درخواست جمع کړی وو.

د دې کسانو وکيل، سجید خان اپريدي د مارچ په لسمه مشال ریډیو ته وويل: ((له دوه سوو څخه زياتو ملزمانو ته د مرګ سزا اورول شوې. همداراز ځينو نورو ته لس، شل او دېرش کاله قېد سزا ورکړل شوې.))

د هغه په خبره دې ملزمانو ته د مقدمو اورېدنو پر مهال د دلايلو وړاندې کولو پوره موقع نه ده ورکړل شوې نو ځکه يې د پوځي عدالتونو فېصلې چېلنج کړي دي چې د دوی آيني حق دی.

د پوځي عدالتونو پرېکړې په انصاف نه دې ولاړې. موږ انصاف غواړو
محمد عزیز


په سزا شوو خلکو کې داسې هم شته چې نيول شوي نه دې بلکې د چارواکو په غوښتنه د هغوی دفترونو ته ورغلي وو. په دوی کې د خېبر اوسېدونکي محمد عزیز ورور هم شامل دی.

عزيز د مارچ په لسمه مشال راډيو ته وويل: ((۲۰۱۷ کال وو. زما ورور پخپله پوليټيکل انتظامیې ته ورغی خو غېب کړل شو. وروسته موږ ته معلومه شوه چې په مردان جېل کې دی. هغه ته پوځي عدالت ۱۴ کاله سزا اورولې چې انصاف نه دی. موږله وزيراعظم عمران خانه د انصاف تمه ځکه لرو چې هغه ته مو په همدې نامه رايه ورکړې وه.))

که څه هم په دې مقدمه د مرکزي حکومت يو وکيل، قاضي بابر ارشاد مشال راډيو ته وويل چې د ايين ترمخه د پوځي عدالتونو پر ضد په بل عدالت کې اپېل نه شې کېدلی خو تر دې مخکې هم د پوځي عدالتونو پرېکړې معطله کړل شوې دي.

په ۲۰۱۹ کال کې پېښور های کورټ د پوځي عدالتونو له خوا ۷۰ کسانو ته ورکړل شوې سزاوې کاالعدم ګرځولې وي. په دوی کې ځينو کسانو ته د مرګ سزاوې اورول شوې وي. وفاقي حکومت د پېښور های کورټ دا پرېکړه نه وه منلې او په سپريم کورټ کې يې چېلنج کړې ده.

XS
SM
MD
LG