د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرلتوالو شمالي وزیرستان کې مرکزي سړکونه تړلي


د میرلي پرلتوال وايي په شمالي وزیرستان کې د امنیت تر بحالۍ پورې احتجاج ته دوام ورکوي.
د میرلي پرلتوال وايي په شمالي وزیرستان کې د امنیت تر بحالۍ پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

د شمالي وزیرستان په ميرلي کې د هدفی وژنو پرضد د احتجاجي پرلت ګډونوالو د امنیت ټینګښت غوښتنې د پوره کېدو لپاره د جولای پر ۲۷مه د ټرافيک پر مخ مرکزې لارې تړلې وې.

دوی دا اقدام د اتمانزیو قبیلې د مشرانو له هغې جرګې سره سم اخيستی چې د جولای پر ۲۶مه يې په ايدک (عیدک) سيمه کې کړې وه.

په جرګه کې شاملو قبایلي او سیاسي مشرانو پرېکړه کړې وه چې احتجاج ته به دوام ورکوي، ټولې مرکزي لارې به تړي، سرکاري دفترونو ته به نه حاضرېږي، چې کومه قبیله په احتجاج کې برخه نه اخلي نو جرمانه به ورباندې لګوي او له حکومت سره به مذاکرات په سرکاري دفترونو کې نه بلکې د احتجاجي پرلت په ځاي کې کېږي. په ایدک کې د جولای پر ۲۸مه پرلت پر ۱۱مه ورځ هم دوام لري.

شمالي وزیرستان کې بدامني، ریاستي پالیسي او د خلکو غوښتنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:26 0:00

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان وايي چې انتظامي چارواکي له لومړۍ ورځې راهیسې له پرلتوالو سره په خبرو بوخت دي او د امنیت باوري کولو لپاره پولیس او امنیتي ادارې خپلې هڅې کوي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، په هغه ضلع کې یې د وسله والو ډلو او هدفي بریدګرو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۲مه په شمالي وزیرستان کې د جلا، جلا عملیاتو پر مهال د درو مشکوکو وسله والو د وژنې او د درو نورو د نیولو دعوه کړې وه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) پر هغه ورځ ویلي ول چې په عملیاتو کې وژل شوي او ګرفتار وسله وال د حافظ ګل بهادر ډلې غړي ول. خو هغې وسله والې ډلې د پوځ د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

پرلت تر هغې وروسته پیل شوی چې د جولای پر ۱۴مه وسله والو د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال قاري سمیع الدین او د ګوند یو بل غړی قاري نعمان ووژل.

د دې وژنو پرضد جمعیت علمای اسلام (ف) د جولای پر ۲۴مه د خيبر پښتونوخوا په بېلا بېلو سيمو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

په شمالي وزیرستان کې روان کال د هدفي بریدونو ۳۸ پیښې شوي چې پکې د ځايي مشرانو او ځوانانو په ګډون امنیتي سرتېري هم په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG