د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان یو شمېر ضلعو کې د پولیو ضد کیمپېن پیلېږي


په کراچۍ کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته څاڅکي ورکوي
په کراچۍ کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته څاڅکي ورکوي

پاکستاني چارواکي وايي، څه د پاسه څلور میاشتې ځنډ وروسته د جولای پر ۲۰مه د جنوبي وزیرستان او کوټې په ګډون د هېواد په پېنځو ضلعو کې د پولیو مخنیوي کیمپېن پیلوي.

د ۲۰۲۰ کال د مارچ په نیمايي کې حکومت،په ملک کې د کورونا وبا د خپرېدو له وېرې د پولیو کیمپېن ځنډولی وو.

د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د جولای پر ۱۸مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د کورونا وایرس وبايي حالاتو له ښه کېدو سره سم د پولیو واکسیني کیمپېنونه پیلوي او ټول روغتیايي کارکوونکي به احتیاطونه کوي.

جنوبي وزیرستان کې کیمپېن

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر تیمور سلیم جګړا د جولای پر ۱۸مه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، د جولای له ۲۰مې نه به په جنوبي وزیرستان کې تر پنځو ورځو پورې د ګوزڼ ضد د څاڅکو ورکولو بهیر روان وي.

نوموړي له خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، په جنوبي وزیرستان کې به ۷۸ زرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکول کېږي.

هغه وړاندې وویل: "د کورونا وایرس له راتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې موږ د پولیو ضد کیمپېن پیلوو، نو د نوو حالاتو په تناظر کې او د روغتیا د لارښوونو په رڼا کې د پوره حفاظتي تدابیرو سره ماشومانو ته څاڅکي ورکوو."

د پولیو په پروګرام کي کارکوونکي ډاکټران وايي، د جنوبي وزیرستان د پنځه ورځني کیمپېن لپاره یې ۶۰۰ نه زیاتو صحي کارکونکو ته ځانګړې روزنه ورکړې ده.

کوټه کې د پولیو ضد کیمپېن

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د پولیو ضد د بیړني مرکز مشر ډاکټر افتاب کاکړ د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، په کوټه ښار کې به هم ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو کیمپېن د جولای پر ۲۰مه پیلېږي او پنځه ورځې به دوام کوي.

نوموړي وویل، د کورونا وایرس له وجې په ټوله صوبه کې د ګوزڼ ضد د څاڅکو ورکولو بهیر ټکنی شوی خو هغوی به په لومړي قدم کې له کوټې دا پروګرام بیا پیلوي او بیا به وروسته د صوبې نورو سیمو ته هم غځول کېږي.

ډاکټر افتاب کاکړ وویل، د کوټې ۱۰ یونین کونسلونه زیات متاثره دي نو هلته به ۱۱۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

د کوټې مرستیال کمېشنر ثاقب کاکړ هم د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د پولیو ټیمونو د حفاظت لپاره یې اقدامات کړي او همدا رنګه لازمې لارښوونې هم ورته شوې دي چې د کورونا په ورځو کې څنګه ماشومانو ته په خوندي لارو څاڅکي ورکړي؟

نوموړي مشال راډیو ته دا هم وویل چې د اوس لپاره دا ممکنه نه ده چې د کوټې په ۵۰ یونین کونسلونو کې د پولیو ضد څاڅکي ماشومانو ته ورکړل شي نو په اول قدم کې یې ځکه ل۱۰ یونین کونسلونه انتخاب کړي دي.

د چارواکو په وینا سږ کال په بلوچستان صوبه کې تر دې دمه ۱۵ ماشومان د پولیو ښکار شوي دي.

د پاکستان نورو سیمو کیمپېن

له جنوبي وزیرستان او کوټې نه علاوه د پاکستان په فیصل اباد، اټک او کراچۍ کې هم د جولای له ۲۰مې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو لړۍ پیلېږي.

د پولیو ضد د بیړني مرکز د معلوماتو له مخې په یادو پنځو واړو سیمو کې به ټول ټال اتو لکو ماشومانو ته څاڅکي ورکول کېږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو له وجې ماشومان معذوره کېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په روان کال کې په ټول ملک کې ۵۸ ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې په ټول ملک کې ۱۴۷ ماشومان د دې رنځ ښکار شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG