د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په ځینو برخو کې ګرمي زیاته شوې ده


د پاکستان موسمیاتو محکمه وايي، تر راتلونکیو درو څلورو ورځو پورې به د ملک په مېداني سيمو کې ګرمي زیاته وي او د ملک په زیاتره برخو کې د بارانونو هېڅامکان نشته.

د موسمیاتومحکمې یو چارواکي مشتاق شاه مشال رېډیو ته ووېل چې د خېبر پښتونخوا او فاټا پشمول د ملک په زیاتره برخو کې له تېرو څو ورځو راهیسې سخته ګرمي ده او د پنجاب، سند او بلوچستان صوبو په ځینو برخو کې درجه حرارت پنځوست (۵۰) ډګري سېنټي ګرېډ ته د رسېدو امکان دی.

د مشتاق شاه په وینا چې د خېبر پښتونخوا په جنوبي سېمو کې درجه حرارت شپږ څلوېښت (۴۶) او پېښور، چارسده، مردان، صوابۍ او نوښار کې درجه حرارت دري څلوېښت (۴۳) ډګري سېنټي ګرېډ ته رسېدلی دی او تر راتلونکیو درو څلورو ورځو پورې به ګرمي هم دا شان زیاته وي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سختې ګرمۍ له وجې د خېبر پښتونخوا په مختلفو سیندونو کې د اوبو کچه اوچتېدلای شي. مشتاق شاه وايي، چې چترال، سوات بره سیمو او هزاره ډیویژن کې که ګرمي هم دا شان وه نو ورسره سیندونو کې د اوبو سطحه اوچتېدلای شي خو دمګړۍ د سېلاب راتللو امکان نشته.

په دې سخته ګرمۍ کې خلکو له څه احتیاطي تدابير خپلول پکار دي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د پيمس هسپتال ډاکټر اسماعيل وايي، خلکو ته پکار دي چې خپلځان له لمره وساتي او هغه خلک چې ورځني کارونه کوي او یا د ضرورت شیان اخیستو لپاره له کورونو بهر وځي نو هغوی باید یو لوند ټوکر پر سر واچوي او کوښښ دې کوي چې د سهار له یولسو د غرمې تر درو بجو دې له بهیر وتلو ډډه وکړي.

د ذکر ده چې په مې میاشت هم د ملک په زیاترو برخو کې د سختې ګرمي له کبله خلکو ته ځاني زیانونه اوښتي ول او د پنجاب او سیند صوبو په ځینو سیمو کې درجه حرارت تر پنځوست ډګري سېنټي ګرېډه هم اوښتې وه.

احمد الله- مشال رېډیو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG