د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس تر ۱،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي


په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کووېډ-۱۹ معاینې لپاره د یوه کس له پوزې مواد اخلي - د ارشیف انځور
په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کووېډ-۱۹ معاینې لپاره د یوه کس له پوزې مواد اخلي - د ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا وايرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړو رسمي شمېر ۶،۷۹۵ ته رسیدلی دی.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې د اکتوبر پر ۳۰مه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱،۷۸ پېښې ثبت شوي او ۲۰ کسان ناروغۍ وژلي دي.

له دې سره په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د وړجنو شمېر ۳۳۲،۱۸۶ ته رسېدلی چې ورڅخه یې تر ۳۱۳،۰۰۰ زیات کسان رغېدلي هم دي.

په دې ډول په پاکستان کې د کورونا وایرس د اوسنیو مثبتو پېښو شمېر ۱۱،۸۶۴ دی.

د پاکستان حکومت په تېرو اوونیو کې په بیا بیا ویلي چې که ولس او کاروبارونه احتیاط ونکړي نو ښايي بیا د محدودیتونو لګولو ته اړ شي.

چارواکي وايي، په هېواد کې د کورونا وایرس د وبا دویمه څپه روانه ده او خبرداری ورکوي چې وایرس لا زیات خپرېدای شي.

د پاکستان وفاقي حکومت په ولسي ځایونو کې د تمبوزک یا ماسک په مخ کول لازمي کړي.

حکومت د مارچ په نیمايي کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړ چې د مې له میاشت یې په پړاوونو کې نرمول پیل کړل.

په اګست کې حکومت د واده تالارونو، هوټلونو، رستورانونو او سیلګرۍ کاروبار هم پرانیست او په سېپټېمبر کې یې تعلیمي ادارې هم بیا پرانیستې.

د نړۍ د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم ټولبند اقتصاد اغېزمن کړی.

د اروپا او امریکا په ګډون په پاکستان کې هم په اکتوبر کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي او حکومت د مثبتو پېښو تر ثبتېدو وروسته په جنوبي وزیرستان کې یو ښوونځی او په اسلام اباد کې یې نړیوال اسلامي او قایداعظم پوهنتونونه تړلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG