د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې تېر شواروز ۹,۱۰۰۰ کسان کورونا وایرس وهلي


کورونا وایرس وهلی ناروغ کس تر درملنې لاندې دی.
کورونا وایرس وهلی ناروغ کس تر درملنې لاندې دی.

په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱،۰۰۰ کسانو ته کورونا وایرس لګېدلی چې بېساری شمېر ګڼل کېږي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېر ۸ میلیونو او نهه لاکو ته ورسېد او له دې د مړو شمېر تر ۲۲۸،۰۰۰ اوښتی دی.

د امریکا د براون پوهنتون د عامې روغتیا مشر ډاکټر اشیش جا رویټرز اژانس ته وویل: "اوس په امریکا کې حالت زښت کړکېچن دی."

د اروپا په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وایرس دویمې څپې د دې لویې وچې ګڼ هېوادونه بیا سخت ټولبند لګولو ته اړ کړي دي.

په وروستیو کې فرانسې رستورانونه او ځینې نور کاروبارونه بند کړي.

اخوا په جرمني کې هم د نومبر له دویمې نېټې ورته ټولنبد لګول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG