د لاسرسي ځای

تازه خبر

پام کوئ ګنې بیا ټولبند لګوو: د پاکستان سرکار خبرداری


اسلام اباد کې د زده کوونکو او کارمندانو کالج ته تر ورتلو مخکې تبه کتل کېږي. ۲۰۲۰، ۱۵ سېپټېمبر
اسلام اباد کې د زده کوونکو او کارمندانو کالج ته تر ورتلو مخکې تبه کتل کېږي. ۲۰۲۰، ۱۵ سېپټېمبر

نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر پاکستان ویلي که ولس د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له ټاکلي احتیاطي چوکاټه (ستنډرډ اوپرېټینګ بروسیجرز اېس او پیېز) سرغړونه وکړه نو اړ دي چې بیا ټولند ولګوي.

یادې ادارې د اکتوبر پر ۲۲مه (پرون) په اسلام اباد کې په خپله غونډه کې ویلي چې د ټرانسپورټ برخه، مارکیټونه، شادي هالونه، هوټلونه او هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه پکې جوړېږي، زیات خطرناک یا حساسه دي او ټولو صوبایې حکومتونو ته یې مشوره ورکړې چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې په یادو ځایونو کې سخت احتیاطي اقدامات وکړي.

د کرونا وبا د دوهمې څپې پروړاندې د ټاکل شويو احتیاطي چوکاټونو به باب د کاروباریانو وینا ده چې پکار ده چې ټول ولس احتیاط وکړي ګنې بیا به یې کاروبارونه وتړل شي.

د باجوړ قبایلي ضلعې د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) مشر لالی شاه پښتونیار وايي، احتیاط کول یې د ژوند خبره ده، چې ژوند وي، نو کاروبار به هم وي، او هر څه به وي. نوموړي پر کاروباریانو او ټرانسپورټرانو د پام ساتلو غږ وکړ.

د وزیراعظم پاکستان د صحت څانګی خصوصی مرستیال ډاکټر فیصل سلطان هم ویلي چې د کراچۍ، حیدر آباد، ملتان، اسلام آباد، مظفرآباد، میر پور او د ګلګت ولسونه یې د کرونا وبا د دوهمې څپې د خطر په باب خبر کړي دي. دوی وايي که د اېس او پيز سرغړونه کېږي، نو حالات به جون د میاشتې په شان شي او لازمي ده چې په شریکه د هغه شان حالت ته له تلو ځانونه وژغوري.

یادې ادارې د ټرانسپورټ خبره هم کړې ده، له مشال راډيو سره په خبرو کې پنجاب، خیبر پښتونخوا او کشمیر ته د تلونکو ګاډو اډې منېجر امیر نواز وايي، دوی په خپل ډول د کرونا د ایس او پیز ډېر خیال ساتلی دی.

نوموړی زیاتوی، کله چې سرکار ورته د ماسک وهلو، لاسونه په سنېتایزرو پاکول، او احتیاط کول، له دې سره به مو پیه روانه وي، او سورلیو ته به وايي چې پام کوي، که چېرې بیا ودرېده، نو مالکان به رانه ګاډي واخلي. ډریوران به په کورنو کښېي، او موږ خو سرکاري نوکري هم نشته.
د وزیر اعظم د مرستیال ډاکټر فیصل سلطان په وینا کاروباري خلکو ته خواست کوي، هر څوک چې یې دکان ته ورځي، باید ماسک یې وهلی وي او بې له ماسکه ورته اجازه ور نه کړي.

یادې ادارې په خپل بیان کې د سکولونو ذکر نه دی کړی خو د مومندو د غیر سرکاري سکول پرنسپل ارشاد خان وايي، له کورونا تر ټولو زیات تعلیمي ادارې متاثره شوي دي. دلته د خلکو ګټه وټه په ورځنۍ مزدورۍ وي، نور وسایل یې نشته نو همدا وجه ده چې زموږ د سکول (غیر سرکاری سکولونو) نه زیات ماشومان سرکاري سکولونو ته ولاړل، هغه ځای کې بیا فیسونه نه وي وړیا تعلیم ورکول کېږي.
د وزیراعظم د صحت څانګې خصوصي مرستیال ډاکټر فیصل سلطان وايي چې راتلونکې دوې اونۍ زیاتې خطرناکې دي او پر کاروباري خلکو یې غږ وکړ چې دوی باید پر دکانونو ولیکي د ماسک پرته نه شی راتلای.

XS
SM
MD
LG