د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن کېږي


یو روغتیايي کارکوونکی په پېښور کې ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي
یو روغتیايي کارکوونکی په پېښور کې ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي

د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د جولای پر ۲۰مه د پولیو واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.

دا د مارچ په نیمايي کې په هېواد کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند او محدودیتونو تر اعلان وروسته د پولیو د څاڅکو لومړی کیمپېن دی.

تر دې مخکې په فبرورۍ کې د پولیو واکسیني کیمپېن شوی وو.

ټاکل شوې چې له درې څخه تر پېنځو ورځو پورې په دې کیمپېن کې به د جنوبي وزیرستان، کوټې، کراچۍ، اټک او فیصل اباد په ځینو برخو کې تر پېنځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ ماشومان واکسین شي.

حکومتي چارواکو پولیسو ته امر کړی چې د روغتیايي کارکوونکو امنیت دې باوري کړي.

چارواکو د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته دا هم ویلي ول چې د ګوزڼ واکسیني کارکوونکي یې روزلي چې ځان له کورونا وایرسه وساتي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو له وجې ماشومان معذورېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په روان کال کې په ټول ملک کې ۵۸ ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې په ټول ملک کې ۱۴۷ ماشومان د پولیو وایرس ښکار شوي ول.

د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د جولای پر ۱۸مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د کورونا وایرس وبايي حالاتو له ښه کېدو سره سم د پولیو واکسیني کیمپېنونه کوي او ټول روغتیايي کارکوونکي به احتیاطونه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG