د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پولیو ناروغۍ ختمولو ته ژمن دی: عمران خان


په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د ۲۰۲۱ز کال د جون اوومې انځور.
په کراچۍ کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د ۲۰۲۱ز کال د جون اوومې انځور.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د کووېډ-۱۹ وبا له وجې پر چیلېنجونو سربېره یې د پولیو ناروغۍ خلاف هڅو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي د جون پر ۲۴مه د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ له مشر بېل ګېټس سره په ټېلېفوني خبرو کې د ګوزڼ ناروغۍ ختمولو په اړه خپل هوډ تکرار کړ او ویې ویل چې د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه یې د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.

د بېل ګېټس بنسټ د پولیو وایرس ختمولو لپاره پاکستان ته پیسې ورکوي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره (یونېسېف) او ځینې نور نړیوال سازمانونه هم له لسیزو راهیسې په هغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېنونه تمویلوي.

د دولتي راډیو په خبره، عمران خان له ګېټس سره په خبرو کې روانه میاشت د واکسیني کیمپېن یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې روغتیايي ډلو په پاکستان کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۳۳ میلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکړل.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ ناروغي لا هم موجوده ده.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په اګست کې افریقايي هېواد نایجېریا د پولیو له وایرسه پاک اعلان کړ.

په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د پولیو یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده خو تېر کال پکې ۸۴ ماشومان ګوزڼ وهلي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG