د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د ګوزڼ ټیم دوه بدرګه پولیس وژل شوي


دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.ارشیف-انځور
دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.ارشیف-انځور

چارواکي وايي، نن د جون پر نهمه د مردان رستم پله سره نېږدې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو دوه پولیس اهلکاران وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي، دواړه پولیس اهلکاران د پولیو ټیم سره تر ډیوټۍ وروسته پر موټر سایکل روان ول چې نامعلومه وسله والو په لاره کې په ډزو ووژل.

هېچا لا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان یاده پېښه غندلې او امر کړی دی چې په پېښه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیول شي.

پولیو مخنیوي ادارې د شمېرو ترمخه تر دې دمه یوازې په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو لخوا تر ۷۰ زیات د پولیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG