د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وکیلانو ټولنه: د مشرف پر سزا د پوځ بیان د "عدالت سپکاوی" دی


مشرف وايي سزا ورته د شخصي دښمنۍ پر اساس اورول شوې
مشرف وايي سزا ورته د شخصي دښمنۍ پر اساس اورول شوې

اسلام اباد - د پاکستان د وکیلانو ټولنې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د مرګ سزا فیصلې په اړه د پوځ بیان د عدالت سپکاوی بللی دی.

د پاکستان بار کونسل مرستیال مشر سید امجد شاه او د انتظامي کمېټۍ مشر شېر محمد خان د ډېسېمبر پر ۱۸مه، په یوه بیان کې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مشر مېجر جنرال اصف غفور څرګندونې "په کلکه غندلې" دي.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه، ځانګړي عدالت مشرف ته له هېواد سره د ستر خیانت په تور د مرګ سزا واوروله چې د پوځ ویاند "دردوونکې" وبلله.

تر دې وروسته، د ډېسېمبر پر ۱۹مه، جنرال غفور په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د ځانګړي عدالت تفصیلي پرېکړه د مقدمې د "شفافیت" په اړه د پوځ اندېښنې ثابتوي.

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې هم د پوځ بیان غندلی وو او ډېسېمبر پر ۱۹مه یې کاربندیز وکړ.

د پاکستان د وکیلانو ټولنې په بیان کې ویلي دي چې د ای اېس پي ار د مشر څرګندونې د ایین او قانون "ښکاره سرغړونه" او "د عدالت د سپکاوي معنا" لري.

په بیان کې راغلي دي چې پر ځای د دې چې له قانوني لارې د فیصلې پر ضد درخواست شوی وای، پر هغې د پوځ د یوه افسر انتقاد دا "تاثر ورکوي" چې ګواکې د پاکستان "ادارې د پوځ تابع" دي.

د هېواد د وکیلانو د ټولنې په بیان کې د فیصلې په اړه پر حکومتي غبرګون هم انتقاد شوی دی او پکې تور پورې شوی دی چې د حکومتي وزیرانو، لوی څارنوال او نورو چارواکو څرګندونې ښيي چې "پوځ،" پاکستان تحریک انصاف ګوند "واکمن کړی دی."

تر دې مخکې هم اپوزیشن ګوندونو پر تحریک انصاف تور پورې کړی چې د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې واک ته رسېدلی دی خو وزیراعظم عمران خان او انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي.

انتخاباتي کمېشن وايي، د تېر کال ټاکنې پاکې او رڼې وې.

پوځ او حکومت د پاکستان بار کونسل د دې بیان په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف هم د عدالت پر فیصلې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د مرګ سزا ورته د "شخصي دښمنۍ" پر اساس اورول شوې ده.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۸مه د دوبۍ له روغتونه په ویډیويي پیغام کې تور پورې کړ چې په مقدمې کې ده او وکیل ته یې د خپلو دلیلونو ورکولو موقع نه ده ورکړل شوې.

پروېز مشرف چې واکمن وو نو د ۲۰۰۷ز کال په نومبر کې یې په هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی وو.

د همدې له وجې په ۲۰۱۳ز کال کې د نوموړي ضد د غدارۍ مقدمه دایره شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG