د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ وړاندې کوي


د پاکستان وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه قامي اسمبلۍ د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ وړاندې کوي. تر وفاقي حکومت وروسته به صوبايي حکومتونه اسمبلیو ته خپلې بودیجې وړاندې کړي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي او صوبايي حکومتونه عموماً په جون کې خپلې بودیجې پارلېمان او اسمبلیو ته وړاندې کوي او منظوروي یې.

د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۸مه د بوديجې وړاندې کولو لپاره د اسمبلۍ غونډه وربللې ده خو تر دې وړاندې د صوبې اعلا وزیر د بجټ په اړه د قبايلي ضلعو د اسمبلۍ له استازو سره سلا مشورې کړې دي.

محمود خان د جون پر اتمه نېټه په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو له غړو سره وليدل او د جون پر نهمه یې له قبايلي سيمو څخه د واکمن تحريک انصاف د قامي او صوبايي اسمبلۍ له سیاستوالانو سره ملاقات وکړ.

له باجوړه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي او د تحريک انصاف ګوند سیاستوال انجينر اجمل خان د جون پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې له اعلا وزیر محمود خان سره په ملاقات کې ټولو غړو په بودیجه کې د هغوی د حلقو د پرمختیايي پروژو شاملولو سپارښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه چې په ليدنه کې يې خپلې اندېښنې هم یادې کړې او ویې ویل چې د روان مالي کال په بوديجه کې پر اعلان شویو پرمختيايي پروژو یا خو کار نه دی پیل شوی يا بشپړې شوې نه دي. "د پخوانيو پروژو د نه بشپړېدو وجه د هېواد خراب اقتصادي وضعيت او د کورونا وایرس وبا له وجې پیدا شوي حالات دي نو په راتلونکې بجټ کې به دغه پروژې هم بشپړېږي او موږ چې د کومو پخوانيو هغو سپارښتنې کړې وې د هغو به هم منظوري ورکول کېږي."

دا پرمختيايي پروژې د تعليم، روغتيا، اوبه خور، سېلګرۍ، مواصلاتو او خدماتو په څانګو کې دي.

خو له شمالي وزيرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړی مير کلام وزير چې د اپوزیشن سیاستوال دی، له اعلا وزیر سره په غونډه کې د قامي اسمبلۍ د غړو پر ګډون نيوکې کړې دي.

نوموړي د جون پر ۱۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په قامي اسمبلۍ کې له تحريک انصاف سره تړاو لرونکي غړي دا حق نه لري چې د صوبې د پرمختيايي پروژو په اړه غونډو کې ګډون وکړي. "په هغو قبايلي ضلعو کې چې پکې د صوبايي اسمبلۍ غړی له مخالفو ګوندونو سره تړاو لري او د قامي اسمبلۍ استازی یې له واکمن تحريک انصاف سره تعلق لري، نو صوبايي حکومت د قامي اسمبلۍ غړي ته زیات فنډ ورکوي او د مخالفه ګوندونو غړو ته يې نه ورکوي. د جون د نهمې په غونډه کې د قامي اسمبلۍد غړو ګډون موږ د صوبايي اسمبلۍ د غړو په حلقو کې ښکاره مداخلت ګڼو."

البته په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو د تحريک انصاف ګوند استازي بيا په غونډه کې د ګډون دليل دا ورکوي چې د دوی په وينا، وفاقي حکومت د قبايلي سيمو لپاره خيبرپښتونخوا ته پیسې ورکوي نو ځکه له اعلا وزیر سره یې په غونډه کې د ګډون حق درلود.

له خيبره د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدي هم له اعلا وزیره سره د غونډې ګډونوال وو. نوموړي د جون پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل، په ۲۰۱۸ز کال کې د قبایلي سیمو په خيبرپښتونخوا کې تر شاملېدو وروسته هر کال وفاقي حکومت صوبې ته پیسې ورکوي او د قامي اسمبلۍ غړي دا حق لري چې د صوبې په پرمختيايي پروژو کې خپلې هم ورشاملې کړي.

د ده په خبره، وفاقي حکومت په وفاقي بوديجه کې د قبايلي سيمو لپاره پیسې نه ځانګړې کوي بلکې نېغ په نېغه یې د خيبر پښتونخوا حکومت ته ورکوي. "په وفاقي پرمختيايي فنډ کې د قبايلي ضلعو لپاره پیسې نه ایښوول کېږي بلکې وفاق دا پیسې چې تېر کال ۶۱ اربه روپۍ وې خيبر پښتونخوا ته ورکوي نو په دې کې زموږ (د قامي اسمبلۍ غړو) خپله برخه وي او موږ هغه برخه غواړو او بیا په خپلو سيمو کې پرمختيايي کارونه کوو."

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازي او د اپوزیشن ګوندونو غړو په بیا بیا دا احتجاج کړی چې صوبايي حکومت د خپل ګوند غړو ته په خپلو حلقو کې د کارونو لپاره زياتې پیسې ورکوي او دوی له پامه غورځوي. په دې اړه څو ورځې مخکې هم مخالفه ګوندونو په اسمبلۍ کې سخت احتجاج کړی وو. تر دې وروسته اعلا وزیر محمود خان د جون پر اتمه نېټه له هغوی سره ملاقات وکړ.

د مير کلام وزير په وينا، دوی په هغه غونډه کې په پخوانيو بجټونو او راتلونکې بوديجه کې د مخالفه ګوندونو د اسمبلۍ غړو له خوا د ورکړل شوو منصوبو نه شاملولو موضوع راپورته کړه.

د ده په خبره، اعلا وزیر ډاډ ورکړ چې دا ځل به د دوی پروژې هم په بوديجه کې شاملوي. "موږ د وزير اعلا مخې ته په شمالي وزيرستان کې د کالج، پوهنتون، د ټوچي پل، د تعليمي ښار (اېجوکېشن سټي)، په ځينو قبايلي ضلعو کې د بجلۍ د کارونو او د بې کوره شویو خلکو د ستنولو او د هغو ځای پر ځای کولو غوښتنې کښېښودې. هغه ډاډ راکړ چې تاسو ته به هم فنډونه درکوو نو معلومه به شي چې راکوي يې او که نه."

د خيبر پښتونخوا حکومت په ختمېدونکې مالي کال کې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۸۴ اربه روپۍ بېلې کړې وې چې پکې د حکومت په وينا ۱۳۰ اربه روپۍ په غير پرمختيايي کارونو لګېدلي او پاتې يې په هغو سيمو کې ترقیاتي پروژو لپاره ځانګړې کړې وې. خو مخالفه ګوندونه نيوکه کوي چې حکومت و نه کړای شول چې ټوله پرمختيايي بوديجه وکاروي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG