د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بجټ او په پښتونخوا کې بې روزګاري


د پاکستان خزانې وزیر اسحق ډار
د پاکستان خزانې وزیر اسحق ډار

نن د پاکستان حکومت قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ مالي کال بجټ وړاندې کوي.

د پاکستان مالي چارو وزارت سرچینو نن «جمعې ورځ» مشال راډيو ته وویل چې دا ځل به له ۴۲۰۰ اربه روپیو زیاته بودیجه وړاندې کړل شي چې پکې د دفاع او پرمختیايي کارونو لپاره شاوخوا د اووه اووه سوه اربه روپیو ایښودو وړاندیز کېږي. ټاکل شوې چې د بجټ لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه مازیګر څلور نیمې بجې پیل شي.

هلته تېر مازیګر د پاکستان مالي چارو وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې د اقتصادي سروې رپورټ وړاندې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل په ۲۰۱۴ – ۱۵ مالي کال کې د سیاسي بې ثباتۍ او سېلاوونو له کبله د هېواد اقتصادي وده ۴،۲ فیصده وه. ده وویل، که څه هم اقتصادي وده له ټاکل شوي هدفه کمه وه خو د تېرو اووه کلونو پرتله تر ټولو زیاته وه. ډار وویل، په نړیوال بازار کې د تېلو ټیټو بیو هم د پاکستان پر اقتصادي ودې اغېز کړی. اسحاق ډار زیاته کړه چې په هېواد کې د بېروزګارۍ شرح شپږ فیصده ده.

د پاکستان حکومت وايي، په روان مالي کال کې د سیاسي بې ثباتۍ او سېلاوونو له کبله د هېواد اقتصادي وده ۴،۲ فیصده وه.

د مالي چارو وزیر اسحاق ډار تېر ماښام په اسلام اباد کې د ۲۰۱۴ز مالي کال د اقتصادي سروې وړاندې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، که څه هم اقتصادي وده له ټاکل شوي هدفه کمه وه خو د تېرو اووه کلونو پرتله تر ټولو زیاته وه. ده وویل، په نړیوال بازار کې د تېلو ټیټو بیو هم د پاکستان پر اقتصادي ودې اغېز کړی. اسحاق ډار زیاته کړه چې په هېواد کې د بېروزګارۍ شرح شپږ فیصده ده. ټاکل شوې چې د پاکستان خزانې وزیر نن قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ ز مالي کال بودیجه یا بجټ وړاندې کړي. په پاکستان کې هر نوی مالي کال د جولای له لومړۍ نېټې پیلېږي.

د پاکستان د شماریاتو اداره وايي، په هغه هېواد کې یوازې په تېرو دوو کلونو کې د بې روزګاره خلکو په شمېر کې د ۱۵ لکه کسانو زیاتوالی راغلی دی. اداره وايي، دا په تېرو ۱۳ کلونو کې لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د بې روزګارۍ کچ ۸،۶ ته رسېدلی دی. که څه هم ادارې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بېکارۍ یا بېروزګارۍ شرح نه ده ورکړې، خو د سوداګرانو د اتحادیې مشران وايي، په هغو سیمو کې د ناامنیو له کبله بېروزګاري زښته زیاته شوې ده. عبدالحی کاکړ په دې اړه رپورټ لري.

پښتونخوا کې بې روزګاري
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستانیو پوځي عملیاتو د میرامشا او میرلي دوکانداران بې روزګاره کړل

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستان پوځ عملیاتو له کبله لا هم تر یو میلیون زیات خلک بې کوره دي. د عملیاتو له کبله د دې سیمې د میرامشا او میرلي دوه لویو کاروباري مرکزونو ته نه یوازې زیان اوښتی بلکې دا اوس هم تړلي پراته دي. ملک حبیب الله سوداګر دی او د بازار اتحادیې یو مشر دی. له نوموړي سره د مشال راډيو خبریال عبدالحي کاکړ مرکه کړې او له ده یې پوښتلي چې په میرامشا بازار کې ټول څومره دوکانونه دي؟

'پاکستانیو پوځي عملیاتو د میرامشا او میرلي زرګونه دوکانداران بې روزګاره کړل'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG