د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د مې له ۲۴مې تعلیمي ادارې بیاپرانیزي


د پاکستان حکومت په اپرېل کې هم ښوونځي پرانیستي ول خو د کورونا وایرس پېښو تر زیاتېدو وروسته یې بیا وتړل - ارشیف انځور
د پاکستان حکومت په اپرېل کې هم ښوونځي پرانیستي ول خو د کورونا وایرس پېښو تر زیاتېدو وروسته یې بیا وتړل - ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا وايرس وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) د مې له ۲۴مې څخه د تعليمي ادارو د پرانیستو پرېکړه کړې.

د مې پر ۱۹مه، په اسلام اباد کې د پلانونو او پرمختيايي چارو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اېن سي او سي تر غونډې وروسته په بیان کې راغلي، تعلیمي ادارې په هغو ضلعو کې بیاپرانیزې چې پکې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شرح تر پينځه فيصده کمه وي.

په غونډه کې دا فيصله هم وشوه چې د مې له ۲۴مې به د رستورانونو دباندې د خوراک اجازه وي.

بیان وايي، د واده تالارونه به د جون له لومړۍ پرانیستل کېږي خو د مېلمنو شمېر به پکې تر ۱۵۰ زیات نه وي.

د اېن سي او سي په خبره، صوبو ته یې د مې له ۲۴مې څخه د سيل ځايونو د بیا پرانیستو په اړه هم لارښوونې کړې دي.

اېن سي او سي دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان حکومت د مې له اتمې څخه تر ۱۶مې پورې په هېواد کې ټولبند لګولی وو خو د مې له ۱۷مې راهیسې یې پر ټرانسپورټ او کاروبارونو بندیزونه ختم کړل، البته د هېواد ټولې تعلیمي ادارې به د مې تر ۲۳مې تړلې وي.

په عین حال کې پاکستان هڅه کوي چې په پړاوونو کې د هېواد وګړي واکسین کړي.

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

د کووېډ-۱۹ وبا د څار او کنټرول ملي مرکز (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) د مې پر ۲۰مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې تر اوسه په هېواد کې تر ۱۱ لکه زیات خلک په بشپړ ډول واکسین شوي او شاوخوا ۲۵ لکه خلکو ته د واکسینو یوه ستن لګول شوې.

د کووېډ-۱۹ وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې د مې پر ۲۰مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۴،۲۰۷ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې د رسمي پېښو شمېر ۸۹۰،۳۹۱ ته رسېدلی.

د ووبپاڼې په وینا، کووېډ-۱۹ تر اوسه په پاکستان کې ۱۹،۹۸۷ کسان وژلي خو ۸۰۴،۱۲۲ ورڅخه رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG