د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د افغان ځواکونو برید کې یو اېف سي سرتېری وژل شوی


پاکستان او افغانستان له کلونو راهیسې پر یو بل د وسله والو د ملاتړ تور پورې کوي
پاکستان او افغانستان له کلونو راهیسې پر یو بل د وسله والو د ملاتړ تور پورې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له لوري په ډزو کې د یو اېف سي سرتېري د وژنې او د دوو د ژوبلېدو دعوه کړې ده.

وزارت د اګست پېنځمې شپې مهال په بیان کې ویلي د چارشنبې پر ماسپښین د افغانستان له خوا "ترهګرو" د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په بنشاهي سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو پر پوستو د توغندیو برید وکړ.

په بیان کې راغلي مازیګر مهال افغان سرحدي پولیسو هم په هغه سیمه کې پر پاکستانیو پوستو ډزې وکړې چې پکې د اېف سي یو سرتېری ووژل شو او دوه "سخت ژوبل" شول.

افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دعوو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا پر پاکستانیو ځواکونو ورته تورونه پورې کړي چې د پولې هغې خوا ته یې توغندي ورولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې "د افغان ځواکونو د تېري" او په وینا یې، "د ترهګرو د څرګند ملاتړ سخته غندنه" کړې او زیاتوي چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو ترمنځ "همکارۍ او همغږي" زیانمنوي.

تر دې مخکې افغانستان هم په بیا بیا پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور پورې کړی چې اسلام اباد یې ردوي.

د جولای پر ۳۰مه په چمن کې د اېف سي سرتېرو په ډزو کې یو شمېر کسان ووژل شول
د جولای پر ۳۰مه په چمن کې د اېف سي سرتېرو په ډزو کې یو شمېر کسان ووژل شول

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان سرحدي پولیسو په کوز دیر کې پر پوستې د ډزو تور پر داسې مهال پورې کړی چې د جولای پر ۳۰مه په چمن کې اېف سي سرتېرو د لارې پرانیستو لپاره پر مظاهره کوونکو هغه مهال ډزې وکړې چې د بلوچستان حکومت په وینا، هغوی د قرنطین مرکز ته اور واچاوه او سرکاري ودانۍ یې زیانمنې کړې.

افغان حکومت وايي، پاکستانیو سرتېرو د ډزو پر مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې رهایشي سیمه په نښه کړه چې افغان سرحدي پولیسو یې ځواب ورکړ او د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوه چې د شپې تر ناوخته روانه وه.

د بلوچستان او افغانستان چارواکي وايي، په پېښه کې د دواړو خواوو ۲۱ کسان ووژل او شاوخوا ۱۰۰ ژوبل شول.

تر دې وروسته افغان حکومت له پاکستان سره د دې ډول پېښو د نه تکرارېدو لپاره د غونډې وړاندیز وکړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وویل چې هیله لري مسله په کرارۍ هواره شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG