د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو د لیبیا شخړې هواري لپاره د جرمني په سفر دی


د لیبیا په نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال وژل شوي
د لیبیا په نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال وژل شوي

ټاکل شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو روانه اوونۍ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۶مه وویل چې پامپیو د جنورۍ پر ۱۸مه برلېن ته روانېږي او د اتوار پر ورځ به د ملګرو ملتونو له خوا د لیبیا په اړه په غونډه کې ګډون وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې په طرابلس کې د نړیوالو له خوا د رسما پېژندل شوي حکومت مشر فایز السراج په کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه، د حکومت مخالف ځواکمن پوځي قوماندان خلیفه حفتار هم د جنورۍ پر ۱۶مه په اصولو کې موافقه وکړه چې پکې به ګډون وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې پر پلازمېنه طرابلس د جنرال حفتر د ځواکونو د حملو تر پیلېدو نهه میاشتې وروسته نړیوالو ځواکمنو هېوادونو په لیبیا کې د یوه دوامداره اوربند د ټینګولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

په دې نښتو کې د ښکېلو اړخونو ۲،۰۰۰ وسله وال او له ۲۸۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

په عین وخت کې د جنورۍ له ۱۲مې راهیسې په هېواد کې لنډمهاله اوربند تر ډېره برقرار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG