د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ولسمشر بایډن دې د امریکايي رسنیو افغان خبریالانو ته ویزې ورکړي"


د امریکا لسګونه رسنیو حکومتي چارواکو ته پر داسې مهال لیک استولی چې د جګړو زیاتېدو افغان خبریالان اندېښمن کړي - انځور له ارشیفه
د امریکا لسګونه رسنیو حکومتي چارواکو ته پر داسې مهال لیک استولی چې د جګړو زیاتېدو افغان خبریالان اندېښمن کړي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو او افغان خبریالان اندېښمن کړي دي.

د امریکا ۲۵ رسنیو، د خبریالانو او بیان ازادۍ د دفاع سازمانونو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ له ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن څخه په یو لیک کې غوښتي چې په افغانستان کې د امریکايي رسنیو افغان کار کوونکو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې زمینه برابره کړي.

سي اېن اېن، فاکس نیوز، اې بي سي نیوز، واشنګټن پوسټ، لاس اېنجلس ټایمز، اېن بي سي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ دا خط لاسلیک کړی دی.

د جولای پر ۲۰مه بایډن او بلېنکن ته په استولي لیک کې په "سمدستي ډول" هغو افغان خبریالانو ته د ویزو ورکولو غوښتنه شوې چې له امریکايي رسنیو سره یې کار کړی دی.

د دوی له اټکل سره سم، د یادو خبریالانو شمېر ۱،۰۰۰ تنه ته نه رسېږي.

دوی دا غوښتنه پر داسې مهال کړې چې امریکايي حکومت له افغانستانه هغه کسان باسي چې د هغه هېواد له پوځیانو سره یې کار کړی دی.

رسنیو او د خبریالانو خوندیتوب ادارې له ولسمشر بایډن او د بهرنیو چارو له وزیر بلېنکنه د سمدستي اقدام غوښتنه کړې - انځور له ارشیفه
رسنیو او د خبریالانو خوندیتوب ادارې له ولسمشر بایډن او د بهرنیو چارو له وزیر بلېنکنه د سمدستي اقدام غوښتنه کړې - انځور له ارشیفه

ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ته په لیک کې دا هم راغلي چې په ۲۰۰۸ز کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش د کانګرس تر منظورۍ وروسته یوه قانوني مسوده لاسلیک کړه چې له عراقه یې د امریکايي رسنیو د سیمه ییزو خبریالانو د وتلو زمینه برابره کړه.

یو شمېر هغو خبریالانو چې افغانستان کې یې له امریکايي رسنیو سره کار کړی، د امریکا د حکومت مشرانو ته د دې لیک له استولو هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا غږ راډیو خبریال ممتاز بهیر مشال راډیو ته وویل چې د تاوتریخوالي او خبریالانو ته د ګواښونو د زیاتېدو له وجې د خبریالانو کار او ژوند ستونزمن شوی دی.

بهیر وایي، د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له کبله د تېر په څېر ازاد تګ راتګ نه شي کولای او د اړتیا پر مهال په وېره له کوره وځي.

نوموړي په دې اړه د بیان د ازادۍ او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د ځانګړي پام غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ مسوول صدیق الله توحیدي وايي چې په افغانستان کې ټول خبریالان له ګواښونو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د جګړو په زیاتېدو خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له جدي ګواښونو سره مخامخ شوي دي چې ورڅخه یې یو شمېر د حملو او ګواښونو ښکار شوي، ځینې یې په کور ناست دي او ډېری یې له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي چې په افغانستان کې به یې پوځي ماموریت د اګست تر ۳۱مې پای ته ورسي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG